ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“میدان وردګو کې موټربم موخې ته له رسېدو مخکې له منځه یووړل شو”

“میدان وردګو کې موټربم موخې ته له رسېدو مخکې له منځه یووړل شو”

author avatar
9 Jul 2020 - 09:34
“میدان وردګو کې موټربم موخې ته له رسېدو مخکې له منځه یووړل شو”
author avatar
9 Jul 2020 - 09:34

میدان ښار (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۹): د ميدان وردګو چارواکي وايي، وسله والو مخالفينو غوښتل د دغه ولایت سيداباد ولسوالۍ اړوند د شیخ اباد پر پوسته د موټربم بريد وکړي، خو موخې ته له رسېدو مخکې له منځه یووړل شو.

د ميدان وردګو د والي وياند محب الله شريفزي نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولت وسله والو مخالفينو نن سهار شاوخوا څلور بجې غوښتل د شیخ اباد پر پوسته د موټربم له لارې بريد وکړي.

دی وایي، مخکې له دې چې دغه موټر موخې ته ورسېږي، امنیتي ځواکونو ډزې پرې وکړې او چاودنه یې وکړه.

 د هغه په وینا چې په دې چاودنه کې پوځي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو مالي زيانونه يې اړولي دي. هغه ونه ویل چې په موټر کې څو وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

 د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.