ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د هېواد په کچه د کبانو روزلو ستر فارم جوړ شو

په کندهار کې د هېواد په کچه د کبانو روزلو ستر فارم جوړ شو

author avatar
9 Jul 2020 - 15:15
په کندهار کې د هېواد په کچه د کبانو روزلو ستر فارم جوړ شو
author avatar
9 Jul 2020 - 15:15

کندهار ښار (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۹) : د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د هېواد په کچه د کبانو روزنې ستر فارم جوړ شو.

د کندهار ولایت مقام وایي، په دامان ولسوالۍ کې د کبانو روزنې یو ستر فارم، یادې ولسوالۍ ته د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري او ورسره مل پلاوې د سفر په ترڅ کې او د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

سرچینې زیاته کړې، دغه ستر فارم د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د دامان ولسوالۍ د انارباغ قلعه چې په سیمه کې جوړه شوې ده.

د ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي، دغه فارم په ۴۲ جریبه ځمکه کې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

د سرچینې په وینا، یاد فارم په هېواد کې د کبانو روزنې تر ټولو لوی فارم دی، چې د کبانو د دوه میلیونه بچیو د پالنې وړتیا لري.

د ځایي چارواکو په وینا، کندهار له هغو ولایتونو څخه دی، چې د کب روزنې ډېر فارمونه لري.په کندهار ولایت کې د کبانو د غوښې د تولید کلنۍ اندازه څه باندې شپږ زره ټنه ده.

باید وویل شي، چې په کندهار ولایت کې د کبانو د پالني په برخه کې د فارمونو په جوړولو کې پانګونې په پراخېدو دي.

د یو بل خبر له مخې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري کندهار ولایت ته د سفر پرمهال د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې چارې پیل کړې.

 د کرنې وزارت وایي، ټاکل شوې چې په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په اډانه کې ۹۴۸ پروژې پلې شي چې په کې ۹۰۰ ممیزخونې او د انارو د ساتنې ۴۸ سړې خونې جوړول شامل دي، چې ټولیز لګښت یې ۵۲۰ میلیونه افغانۍ ده.

ددې پروژې په پرانیست غونډه کې د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو شتون درلود.

ټاکل شوې، چې په کندهار کې د ۳۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۹۰۰ ممیزخونې، چې هر یوه یې ۱۶ مټریک ټنه وړتیا ولري جوړې شي.

کندهار په هېواد کې د انګورو له سترو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی او د یادو ممیزخونو جوړول کولای شي، چې ددې ولایت د انګورو بڼوالو یوشمېر ستونزې هوارې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.