کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۹) : په کابل کې د کاناډا او اسټرالیا سفارتونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د نړیوالی ټولنی له نورو غړو سره یو ځای په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې او غندلی یې دی.
په دغې ګډه خبرباڼه کې چې د چنګاښ په ۱۹مه، خپره شوې راغلي : (( موږ د سولې پر فعالینو او پرافغان امنیتي ځواکونو چې د خلکو د خوندیتوب په هڅه کې دي، قصدي او ناوړه بریدونه په کلکه غندو.))
یادو سفارتونو د وسله والو طالبانو له خوا پر افغان امنیتي خواکونو د بریدونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې د سولې هیلې ګواښي.
په خبرپاڼه کې راغلي، پر دینی عالمانو، روغتیایی کارکوونکو، د بشري حقونو پر مدافعینو او قضایي کارمندانو وروستي بریدونه د کرکې وړ دي.
سرچینې ویلي، د دا ډول جنایتونو ترسره کوونکي په ښکاره ډول هڅه کوي تر څو د آزادو بحثونو مخه ونیسي، خو د تاوتریخوالي د پای ته رسېدلو او دافغانستان لپاره د یوه روښانه او ټول شموله راتلونکي په هکله د مدنی ټولنې غږ څوک نه شي بندولی.
دغو سفارتونو زیاته کړې : (( موږ ډاډه یو چی افغانان به خپلې ګډې موخې ته چې هغه د یوسوله ییز افغانستان په کوم کې چې د خلکو هوساینه او هراړخیزه ګډون مطرح وي، د خپل غږ له پورته کولو څخه لاس پرسر نه شي. موږ ددې جنایتونو بشپړه څېړنه غواړو تر څو مسوولین یې د محاکمې میزته راکش کړای شي. ))
په خبرپاڼه کې راغلي، یوې ټول شموله سولې ته د رسېدو د یواځینۍ لارې په توګه دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت له خبرو اترو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
دوی په ګډه، د جګړط پر ټولو اړخونو غږ کړي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۳۲ ګڼې پرېکړه سمدستي رعایت کړي. همدا اوس بیړني بشردوستانه اوربند ته اړتیا ده ترڅو زیان منونکو او اړو ټولنو ته د لاس رسي زمینه مساعده شي، ځکه چی افغانستان د کرونا ویروس له سختو اغېزو سره مخامخ ده.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د تاوتریخوالي سملاسي راکمول او د بشردوستانه اوربند را منځته کول به د باور جوړونی او په بین الافغاني مذاکراتو کې د پرمختګ لامل شي.
طالبان باید افغانانو او نورې نړۍ ته وښيي، چی دوی په ښه نیت او د افغانستان د سوله ییزې راتلونکې لپاره د خبرواترو او مذاکراتو هوډ لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن