ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۵۰ کلنه کندهارۍ مېرمن: د سولې لپاره د خپل ځوان زوی وینه طالبانو ته بښم

۵۰ کلنه کندهارۍ مېرمن: د سولې لپاره د خپل ځوان زوی وینه طالبانو ته بښم

author avatar
9 Jul 2020 - 12:18
۵۰ کلنه کندهارۍ مېرمن: د سولې لپاره د خپل ځوان زوی وینه طالبانو ته بښم
author avatar
9 Jul 2020 - 12:18

کندهار (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۹): یوه کندهارۍ کونډه چې جګړې د ژوند ټولې خوښۍ ترې اخیستې، د سولې زېري اورېدو ته شېبې شمېري او له ښکېلو لورو غواړي چې نور د تل لپاره جګړه ودروي.

د هغې په وینا، روانې بدمرغې جګړې شاوخوا څلور کاله مخکې د هغې ځوان زوی ترې واخیست، بیا یې مېړه خپل زوی پسې زړه چاودی او مړ شو او دا اوس د ژوند دروند بار اوچتولو ته یوازې او بې اسرې پاتې ده.

شاوخوا۵۰ کلنه دغه مور بي بي حلیمه نومېږي چې د کندهار ښار د درېیمې ناحیې په یوه نیم جوړ کور کې له خپلې یوې کونډې لور، له یوولس تر پنځه لس کلونو عمر لرونکو درېیو زامنو، یوې پېغلې او بلې اته کلنې لور سره اوسېږي.

هغې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، جګړې د نورو افغان ښځو په څېر دا هم کړولې او د ژوند خوښۍ یې ترې تروړلې دي.

حلیمه چې د خپلو سر او نیم سر اولادونو ترڅنګ د ګنډلو ماشین ته ناسته وه، وویل چې مېړه او زوی يې ژوندي وو، دوی چا ته اړ نه وو، خو جګړې هر څه نا څاپه بدل کړل.

دا وايي، له هغه وروسته چې لومړی یې ځوان زوی او بیا یې مېړه له لاسه ورکړل، ژوند یې په تیارو کې ډوب شو او اوس د سولې د لمر څرک په تمه شپې ورځې تېروي.

هغې چې د ژوندانه دردونو او کړاوونو یې بدن بې ځواکه کړی، زیاته کړه، څلور کاله مخکې یې ځوان زوی د ماین د چاودنې خوراک شو او د تل لپاره یې له لاسه ورکړ.

دې وویل: “زوی مې په ښوراوک ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو په لیکو کې دنده لرله، په خپله دنده بوخت و چې چاودنه ورباندې وشوه او له خپلو څلورو نورو ملګرو سره یو ځای شهید شو. “

هغې زیاته کړه، د ځوان زوی مرګ ټوله کورنۍ دومره ودردوله چې سپین ږیری پلار یې ورپسې د زړه ناروغ شو.

دا وايي، خاوند یې په ښار کې سماوار درلود، که څه هم وضعیت یې ورځ تر بلې خرابېده خو بیا یې هم له ناکامه خپل کار ته دوام ورکاوه، تر هغه چې تېر کال یې په خپل ځوان زوی پسې زړه ودرېد او دی هم په هغه پسې لاړ.

د دې په خبره، د خاوند پر مړینه نوره هم یوازې شوه او ژوند لکه مات لاس د دې غاړې ته ولوېد.

دا وايي، نږدې وه چې دغو دومره لویو غمونو ماته کړې وای، خو همت یې ونه بایله، خپل اولادونه یې سترګو ته ودرول او د هغوی لپاره یې د ژوند بوج ته اوږه ورکړه.

د دې په خبره، بله چاره نه وه، د خپلو یتیمو اولادونو د خېټو مړولو لپاره یې په خپل کور کې خیاطي پیل کړه چې تر ننه یې پرې ژوندي ساتلي دي.

هغې وویل: “ډېره سخته ده چې په کور کې دې نارینه نه وي، ما مې اولادونو ته له ځانه مور او پلار دواړه جوړ کړي، هم د کور کار کوم او هم د بازار سودا او نور کارونه کوم. “

دا وايي، درې زامن یې چې یو یې ۱۵ کلن، بل ۱۳ کلن او بل ۱۱ کلن دي، له مستري، نجار او خیاط سره شاګردان کړي چې هر یوه ته د اوونۍ سل افغانۍ ورکوي.

دا مهال د حلیمې زړه راډک شو، له سترګو یې د اوښکو څاڅکې ګرېوان ته ورغړېدل او ویې ویل، د اوونۍ سل افغانۍ د دوی هېڅ درد نه دوا کوي خو له دې کاره یې موخه دا ده چې اولادونه یې کسب او کار زده کړي.

هغې زیاته کړه، د کسب او کار ترڅنګ یې اولادونه زده کړې هم کوي او دې ورسره د ژوند ډېرې هیلې تړلې دي.

دا وايي، د ژوندانه تر ټولو لویه هیله یې دا ده چې اولادونه یې د سولې او امن په فضا کې زده کړې بشپړې کړي او د دې په څېر یې ژوند د جګړې قرباني نه شي.

دا د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي چې د وطن د دردېدلو او کړېدلو میلیونونو انسانانو په خاطر نور جګړه ودروي او سوله وکړي.

حلیمه وايي، ښه پوهېږي چې ځوان زوی یې طالبانو وژلی خو چمتو ده، د سولې په بیه د خپل ځوان زوی وینه هغوی ته وبښي.

دا زیاتوي، هومره د سولې په ارمان ده چې ان تر خوراک او څښاک هم ورته سوله مهمه ده؛ ځکه چې جګړې یې د کورنۍ ژوند د تباهۍ په پوله درولی او دا د جګړې په تاوان تر نورو دا ښه پوهېږي.

حلیمې وویل: “د ژوند په دې دومره غمونو او کړاوونو کې مې تل د سولې هیله په زړه کې ژوندۍ ساتلې ده، شپه او ورځ مې د اولادونو روزنې او پالنې ته یوه کړې چې یوه ورځ په هېواد کې سوله راځي او زما اولادونه به د دې وطن د میلیونونو نورو اولادونو په شان په سوله کې آرام ژوند کوي.”

هغه زیاتوي، په پنځه وخته لمانځه کې تل دعا کوي چې نور دې یوه مور هم د دې په څېر په جګړه کې د خپل زړه ټوټې له لاسه نه ورکوي او د دې وطن ټول انسانان دي په سوله او امن کې ژوند وکړي.

دا وايي، د سولې وروستیو هڅو ته یې هیله مندي ډېره ده او له همدې امله یې په دې وروستیو کې د راډیو اورېدل هم پیل کړي چې ګوندې د سولې زېری واوري.

خو دا زیاتوي، د سولې په پروسه کې ځنډ یې کله کله ناهیلې کوي هم.

له همدې امله دا د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې که د سولې لپاره د دې وطن د دردېدلو انسانانو له بیړې او هیلو خبر شي، که په زړونو کې یې لږ د رحم څرک پاتې وي، ښايي له هر څه تېر شي او نور د تل لپاره جګړه ودروي.

تېر کال د کب په میاشت کې قطر کې د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو د استازو تر منځ د سولې هوکړه وشوه.

ټاکل شوې د دغې هوکړې له مخې، حکومت پنځه زره طالب بندیان او طالبان زر تنه د دولت بندیان خوشي کړي او ورسره د سولې بین الافغانی خبرې هم پیل شي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان حکومت تر اوسه د طالبانو شاوخوا ۳۱۰۰ بندیان خوشي کړي او طالبانو هم د دولت شاوخوا ۵۵۰ بندیان خوشی کړي او دا لړۍ روانه ده.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.