ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د احمدزیو قوم مشران: طالبان دې د سناتور عبدالولی احمدزی قاتلینو ته سزا ورکړي

د احمدزیو قوم مشران: طالبان دې د سناتور عبدالولی احمدزی قاتلینو ته سزا ورکړي

author avatar
9 Jul 2020 - 17:25
د احمدزیو قوم مشران: طالبان دې د سناتور عبدالولی احمدزی قاتلینو ته سزا ورکړي
author avatar
9 Jul 2020 - 17:25

کابل(پژواک، ۱۹ چنګاښ۹۹): د احمدزیو قوم مشران د طالبانو له مشرتابه غواړي چې د پخواني سناتور عبدالولي احمدزي د وژلو په اړه دې څېړنې وکړي او “قاتلین” یې د خپلو اعمالو په سزا ور رسوي.

عبدالولي احمدزی د مشرانو جرګې په ۱۵مه دوره کې د لوګر ولایت د خلکو انتخابي سناتور په توګه پاتې شوی چې د روان کال د غبرګول میاشتي په ۱۹مه د خپلی خور د جنازې مراسمو لپاره خپل پلرنی کلي د لوګر ولایت چوڼي سیمه ته تللی و او د شپې وسله والو کسانو له کور ویستی او وژلی یې دی.

کابل کې نن د احمدزیو قوم ځینو مشرانو د سناتور عبدالولي د فاتحې د مراسمو وروسته چې د عیدګاه جومات کې ترسره شو، یوې خبري غونډه په ترڅ کې د طالبانو له مشرتابه څخه وغوښتل چې د هغه د وژلو په تړاو دې څېړنې وکړي.

د احمدزیو قوم د مشرانو په پرېکړه لیک کې راغلي: “یاده پیښه په خورا واضح ډول په یو بی ګناه او مظلوم وګړي ظلم دی.”

د احمدزیو مشرانو په یاده پرېکړه کې له طالبانو غوښتنه کړې چې د سناتور عبدالولي وژلو په تړاو دې څېړنې او د هغه د “قاتلینو” په پیدا کولو کې بیړنی اقدام وکړي او د خپلو اعمالو په سزا دې ورسوي، ځکه په کومه سیمه کې چې سناتور عبدالولي وژلی شوی د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

دوی په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې سناتور عبد الولي احمدزي د خپل کار په دوره کې د ولس د ستونزو د حل، سولې او قومونو ترمنځ د یووالي او ورورولي د تامین لپاره هلې ځلې ترسره کړي دي او هغه یې یو ولسي او قومي شخص یاد کړی دی.

د احمدزیو قوم مشران وايي:”سناتور عبدالولي احمدزي د ۱۵می دوری د پای ته رسېدو څخه تر اوسه هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول دولتي دنده نه درلوده او یوازې د یو قومي او ولسي خپلواک وګړي په توګه یې د خپلو شخصي اړیکو په اساس خپلی ولسي کړنې دوامداره وساتلې، شپه او ورځ یې د مظلوم ولس د ناخوالو د حل، سولې او ورورولي د تحقق لپاره هلې ځلې وکړي.”

Visits: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.