ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد ښار د لومړۍ حوزې امر ووژل شو

د جلال اباد ښار د لومړۍ حوزې امر ووژل شو

author avatar
9 Jul 2020 - 14:47
د جلال اباد ښار د لومړۍ حوزې امر ووژل شو
author avatar
9 Jul 2020 - 14:47

جلال اباد (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۹) : د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د لومړې حوزې امر په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د چنګاښ په ۱۹مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پېښه نن غرمه مهال د ښار پنځمې حوزې اړونده سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې ناپېژانده وسله والو د لومړۍ حوزې پر امر لومړي څارن نظام الدين مياخېل ډزې کړې دي او هغه یې وژلی دی.

د نوموړي په وینا، برید ګر تښتېدلي، خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د یو بل خبر له مخې، نن تر غرمې مخکې جلال اباد ښار کې د امنیه قوماندانۍ ترڅنګ د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.

د والي ویاند وایي چې په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي او یو نظامي تن برسېرن ټپیان شوي دي.

د یادو پېښو مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.