د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د عامې روغتیا وزیر: په هېواد کې د کرونا پېښې مخ پر کمېدو دي

د عامې روغتیا وزیر: په هېواد کې د کرونا پېښې مخ پر کمېدو دي

Jul 09, 2020 - 17:28

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وایي چې د تېرو ۴۵ ورځو په نسبت د کرونا ویروس د لېږد کچه له ۶۰ سلنې څخه ۳۰ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکتر احمد جواد عثماني دا څرګندونې نن (د چنګاښ ۱۹مه)د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د کابل له والي او د ارشاد، حج او اوقافو له مرستیال سره په ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

هغه زیاته کړه، د تېرو ۴۵ورځو په پرتله په هېواد کې د کرونا ویروس د لېږد کچه له ۶۰ سلنې څخه ۳۰ سلنې ته راټیټه شوې ده.

جوادي وویل، هڅه کېږي چې د یاد ویروس د لېږد کچه پنځه سلنې ته راکمه شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وایي، د اکسېجن د کمښت ستونزه حل شوې او اوسمهال د مرکز او ولایتونو په کووېډ- ۱۹ روغتونونو کې په کافي اندازه اکسېجن شتون لري.

هغه زیاته کړه چې د اکسېجن شاوخوا ۴۰۰ بالونونه په اضافي ډول ساتل کېږي، څو د اړتیا پر مهال ګټه ورڅخه واخیستل شي.

عثماني، خلک په کورونو کې د جوړ شوو ماسکونو کارولو ته وهڅول او ویې ویل چې دغه ماسکونه د مینځلو وړتیا لري.

په ورته وخت کې د کابل والي محمد یعقوب حیدری د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي په موخه له خلکو د روغتیایي سپارښتنو مراعاتولو غوښتنې ترڅنګ ټینګار وکړ چې په کابل کې ۱۵ څارنیز ټیمونه په کارځایونو او رستورانټونو کې د روغتیایي سپارښتنو له مراعاتولوپه څارنه بوخت دي او د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.

دغه راز د کابل والي د کوويډ- ۱۹ روغتونونو د اړتیا وړ درملو د تدارکاتي پروسې د بشپړېدو په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د دغو روغتونونو د اړتیا وړ درمل به په راتلونکې اوونۍ کې برابر شي، څو ناروغان او د هغوی پایوازان اړ نه وي چې له درملتونونو درمل وپېري.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال امین الدین مظفري په دغه کنفرانس کې د قرنطین او روغتیایي سپارښتنو مراعاتولو په برخه کې د اسلامي لارښوونو په بیانولو سره له خلکو غوښتنه وکړه چې له کرونا ویروس څخه د ځان او نورو ساتنې لپاره پر روغتیایي لارښوونو باندې عمل وکړي.

مظفري له هغو خلکو چې د نېکمرغه لوی اختر ورځو کې د قربانۍ په نيت د څارویو پېرلو هوډ لري، غوښتنه وکړه چې د ذبحې او غوښې وېشلو پر مهال د عامې روغتیا وزارت روغتیایي سپارښتنې مراعات کړي.

دیادونې ده، په افغانستان کې تر اوسه ۳۳۹۰۸ کسان پر کرونا اخته دي، ۹۵۷ کسان مړه او ۲۰۸۴۱ ناروغان بېرته روغ شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan