ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانونو او پټرولیم  وزارت د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابروي

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابروي

author avatar
9 Jul 2020 - 20:50
د کانونو او پټرولیم  وزارت د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابروي
author avatar
9 Jul 2020 - 20:50

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۹): د کانونو او پټرولیم وزارت غواړي د کوچنیو کانونو د استخراج لپاره داسې میکانیزم جوړ کړي چې د حکومت، خصوصي سکتور او خلکو ترمنځ د باور فضاء ورغوي او ولسي مشارکت ډاډمن کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ۳۴ ولایتونو له والیانو او په ولایتونو کې د کانونو او پټرولیم ریاستونو له رئیسانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د کابینې د مصوبې په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ګډه غونډه نن ماسپیښین د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

سرچینه لیکي چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل :« موږ د کانونو په سکتور کې لازم تحرک او شفافیت ته ژمن یو او په دغه سکتور کې به ولسي مشارکت ته زمینه برابرو.»

 چخانسوري وېیلي چې دغه وزارت غواړي د کوچنیو کانونو د استخراج لپاره یو داسې میکانیزم جوړ کړي چې د حکومت، خصوصي سکتور او خلکو ترمنځ د باور فضاء بېرته ورغوي او ولسي مشارکت ډاډمن کړي.

محمد هارون چخانسوري والیانو او په ولایتونو کې د کانونو او پټرولیم وزارت رئیسانو ته د کابینې د مصوبې پر بنسټ وېیلی چې و لایتي ادارې او په ولایتونو کې د کانونو او پټرولیم ریاستونه دې په هر ولایت کې د کانونو په اړه ولسي معلومات راټول او په لسو ورځو کې یې له دغه وزارت سره شریک کړي.

 دغه راز هغه په دغه ناسته کې وېیلي چې د کانونو د وضعیت په اړه دې د محلي او مرکزي ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته شي. 

سرچینه د جزییاتو له ورکولو پرته لیکي چې غونډې کې والیانو او د کانونو او پټرولیم وزارت ولایتي رئیسانو هم خپل وړاندیزونه او ستونزې له چارواکیو سره شریک کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.