د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​په نړۍ کې ۱۲ میلیونه کسان پر کرونا اخته او اووه میلیونه بېرته روغ شوي

​په نړۍ کې ۱۲ میلیونه کسان پر کرونا اخته او اووه میلیونه بېرته روغ شوي

Jul 09, 2020 - 11:45

کابل (پژواک،۱۹ چنګاښ ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره ۱۲ میلیونه او د روغ شویو کسانو شمېره اووه میلیونو ته رسېدلې ده.

د کرونا ويروس چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په امريکا او ځینو اسیایي هېوادونو کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره دوولس میلیونو ته رسېدلې ده.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه اووه میلیونه کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې تراوسه له کرونا څخه ۵۵۲  زره کسان مړه شوي دي.

یادې سرچینې ویلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني حالت او یوه سلنه یې په سخت حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره درې میلیونو ته رسېدلې چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۳۰ سلنه تشکیلوي، دغه راز امریکا کې ۱۳۴ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته برازیل له کرونا ډېره ځپل شوې، هلته یو میلیون او۷۰۰  زره کسان پرې اخته او۶۸  زره کسان مړه شوي دي.

هندوستان کې هم دا وبا په تېزۍ سره خپریږي او د ناروغانو شمېره یې له ۷۷۰ زرو اوښتې او په نړۍ کې درېیم ځپل شوی هېواد شو، هلته ۲۱ زره کسان مړه شوي، دغه راز روسیه په څلورم مقام کې ده، هلته ۷۰۰  زره کسان پرې اخته ، خو څه باندې لس نیم زره  کسان مړه شوي دي.

دغه راز هسپانیه ، بریتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران ، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېره ډېره ده.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تراوسه څه دپاسه ۳۳ زره کسان پرې اخته، ۹۲۰ کسان مړه او تر ۲۱ زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan