کندوز ښار (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٩): د کندوز ولايت په مرکز کې د يوه سوداګر له لوري د لس ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د اوړو د توليد او پروسس يوه فابريکه جوړه او په کار يې پيل وکړ.
دغه فابريکه چې څه موده وړاندې يې د جوړېدو چارې پاى ته رسېدلي، دوه سوه کسان په کې کار کوي او هره ورځ شاوخوا ٣٥٠ ټنه وړو توليدوي.
د يادې فابريکي رييس شفيق الله فاتح د چنګاښ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغې فابريکې په جوړولو سره يې يو شمېر کسانو ته مستقيم او د دغه ولايت ګڼ شمېر کروندګرو ته يې په غير مستقيمه توګه کار پيدا کړى دى.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، پر دغې فابريکې يې لس ميليونه امريکايي ډالره پانګونه کړې چې دوه سوه کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې او د ورځې شاوخوا ٣٥٠ ټنه اوړه په کې توليديږي.
هغه زياته کړه: ((دغې فابريکې ته مې مډرن وسايل راوړي دي، د اسيا په کچه مې جوړ کړې ده.))
نوموړي له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د پانګوالو د امنيت د ټينګښت او د برېښنا د تامين په برخه کې پوره همکاري وکړي.
فاتح له اړوندو ارګانونو غوښتنه وکړه چې توليداتو ته يې د بازار په موندلو کې مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د يادې فابريکې يو تن کارکوونکي احمد سليم پژواک ته وويل چې نور سوداګر هم بايد په هېواد کې ورته فابريکې جوړې کړي ترڅو خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
دغه راز بل کارکوونکي ضياءالحق پژواک ته وويل: ((که دلته فابريکې جوړې شي، خلکو ته کار ورکړل شي، څوک څه کوي چې بهر ته ځي او يا هم طالبانو سره يوځاى کيږي او وسله اخلي.))
همدارنګه د کندوز ښار یوه اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل: ((موږ تر اوسه دوه ځلې له همدې اوړو څخه اخيستي دي، هم يې ډوډۍ ښه مزه داره ده او هم يې هضميت ښه دى.))
د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د سوداګرۍ خونې رييس ګل محمد رجب زاده پژواک ته وويل چې حکومت بايد د سوداګرو د امنيت په تامين کې پوره هلې ځلې وکړي.
هغه وايي: ((د خوشحالۍ ځاى دى چې زموږ يو سوداګر په کندوز کې پانګونه کړې او لسګونو کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن