ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
10 Jul 2020 - 16:43
author avatar
10 Jul 2020 - 16:43

کلات (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۹): په زابل ولایت کې د ماین چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د زابل ولایت مقام له خوا د چنګاښ په ۲۰مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې د کلات ښار سوېل ته د ځوزګرې په سیمه کې وشو.

سرچینې زیاته کړې چې پېښه په سیمه کې د وسله والو مخالفینو له خوا ذد ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله رامنځته شوې چې په مې درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ولایت مقام وایي چې ټپیان د افغان ځواکونو روغتون ته وړل شوي دي.

د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.