کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۹): ملګرو ملتونو، ناټو او په کابل کې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو د افغانستان د فساد ضد هڅو د کمېدو په اړه چې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) په وروستي خپاره شوي کلني راپور کې ثبت شوې، ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) له خوا دچنګاښ په ۱۹مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،د فساد پرضد د سفیرانو ډلې، د افغانستان د فساد ضد هڅو کمېدو په اړه چې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) په وروستي خپاره شوي کلني رپوټ کې ثبت شوې دي، ژوره خواشیني په ډاګه کړه.
سرچینې زیاته کړې، په افغانستان کې د سولې، ثبات او هوساینې لپاره د پراخ فساد ضد مبارزه ډېره مهمه ده. د سولې دراتلونکو خبرو اترو لپاره اړینه ده چې ټولې ښکېلې خواوېفساد په تړاو د متقابلو تورونو لګولو او سمتي کولو پرځای د کلکو ګامونو په پورته کولو سره خپله ژمنه د روڼتیا، حساب ورکولو او د قانون د واکمنۍ لپاره څرګنده کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د فساد پرضد د بنسټیزاو ستراتیژیک چوکاټ په رامنځته کولو کې دوامداره ځنډ جدي اندېښنه ده. په خاص ډول په لوړه کچه د مشکوکو پېښو د اغېزناکو پلټنو او عدلي تعقیب کموالی اندېښمنوونکی دی.
سفیرانو ویلي: ((د عامه مالي منابعو د ناسمې کارونې په اړه د ګڼو ادعاوو د دقیقو پلټنو غوښتونکي یو.دامهمه ده، چې افغانانو ته د اړین باور او ډاډ رامنځته کولو لپاره دغو ستونزو ته رسېدنه وشي. دا چاره همدارنګه په جنیوا کې د ترسره کېدونکي را روان پلان شوي کنفرانس لپاره هم ډېره مهمه ده.))
دوی ولسمشر اشرف غني د هغه ډاډ هرکلی کړی چې د فساد ضد هڅې به د سیاسي پروګرامونو په سرکې ځای ولري.
دغه راز دوی له افغان حکومته غوښتي چې دغه ورکړی ډاډ د ټاکل شوو اهدافو لکه د تفتیش عالي ادارې د واک ډېرولو او د فساد ضد په بېړه د یوه کمېسیون په رامنځته کولو سره عملي کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د بېړنیو تشو ډکولو لپاره پر یوه لنډمهال سند د تکیې کولو لپاره دې د یوه کال په دننه کې حکومت د فساد پرضد د پخوانۍ تګلارې د ارزونې او پراخو مشورتي بهیرونو له لارې دفساد پرضد یوه رښتینې تګلاره رامنځته کړي.
سرچینې زیاته کړې: ((موږ همدارنګه تمه لرو چې د محاکمو دپریکړو په تړاو، په مشخص ډول په لوړه کچه د فساد قضیو کې پام وړ پرمختګ وشي او په بې پرې، اغېزناک او رڼه ډول د ستراتیژیو او پالیسیو عملي کېدو لپاره وړتیاوې قوي شي. د څېړونکو ادارو له خوا د پلټنو موندنې باید په عام ډول د لاسرسي وړ وي. ادارې باید خپلواکې او شفافې وي او وړتیا ولري او د نوي حکومت او اړوندو بنسټونو لپاره ګومارنې او همدارنګه ددوی راتلونکې پالیسۍ باید د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکمیت او حساب ورکونې د اصولو پراساس رهبري شي.))
په خبرپاڼه کې راغلي، نړیوال همکاران له اداري فساد سره مبارزه کې د حکومت د ملاتړ لپاره پام وړسرچینې او منابع ځانګړې کړي او دا مهمه ده چې مرسته کوونکي ډاډه شي چې مرستې یې په اغېزناک ډول کارول کېږي. د اصلاحاتو ناکامي به ددې پانګونې د له منځه تلو په معنا وي. دهمدې لپاره به نړیوال همکاران ترلاسه شوي پرمختګونه په دقت سره څاري. په دغه وخت کې یوه پیاوړي او مثبت زیګنال ته اړتیا ده.
د فساد ضد سفیرانو په دې خبرپاڼه کې ویلي، نړیواله ټولنه له افغان دولت او افغانانو څخه ملاتړ کوي، چې له فساد سره مبارزې ته د نوي دولت د اصلاحي پروګرامونو په زړه کې ځای ورکړي.
دوی ویلي: ((موږ همدارنګه د کویډ- ۱۹ وبا د سخت اغېز د له منځه وړو او د بین الافغاني خبرو اترو د پیل پر لور د حرکت لپاره په ګډه کار کوو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن