کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۹): نړیوال بانک وايي، د کرونا ویروس د منفي اغېزو د له منځه وړو او له دغه اړخه زیانمنو خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کېدو په هدف له افغانستان سره د ۲۰۰میلیون ډالرو مرسته کوي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک ګروپ د دفتر رییس ویلي چې د کرونا ویروس خپرېدو د دغه هېواد پر روغتیايي، اقتصادي او ټولنیز سکټور «فوق العاعده»منفي اغېز کړی چې له امله یې د دغه هېواد اقتصادي وده او ملي عواید کم شوي دي.
د نړیوال بانک له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه بانک مدیره پلاوي د اړمنو خلکو د لاسنیوي په هدف له افغانستان سره د ۲۰۰ميلیون ډالرو په ارزښت دغه وړیا مرسته پرون پنجشنبې تصویب کړه.
سرچینې زیاته کړې، د یادې وړیا مرستې ۱۰۰میلیون ډالر یې د نړیوال بانک د پراختیايي ادارې او ۱۰۰ میلیونه نور د افغانستان د بیارغونې له صندوق څخه ورکول کېږي.
یاد بانک وايي، تمه ده چې د افغانستان حکومت په دغه هېواد کې د ټولنیز اقتصادي وضعیت ښه کېدو په هدف د اغېزمنو پالیسيو په عملي کولو سره دغه مالي مرسته د برېښنا او انرژۍ تامینولو، د څښاک اوبو ته د لاسرسي او د مخابراتي خدمتونو په برخو کې په ښه ډول ولګوي.
د نړیوال بانک په خبرپاڼه کې ویل شوي:"تمه کېږي چې د دغه پروګرام په پلي کېدو سره پر زیانمنو کورنيو د دغه بحران منفي اغېزې له منځه ولاړې شي او د چټکې اقتصادي ودې لپاره اساسي ګامونه اوچت شي. نړیوال بانک د تېر په څېر ژمن دی چې په دې سختو شرایطو کې د افغان ولس ترڅنګ ودرېږي."
سرچینې زیاته کړې:"د دې وړیا مالي مرستې په برابرولو سره په قوانینو او مقرراتو کې د اړینو تعدیلاتو له لارې پورونو او مالي سرچينو ته د وړو او منځنيو خصوصي تشبثاتو لاسرسی زیات شي.د روغتيايي کارکوونکو خونديتوب په موخه او په ښوونځيو کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتريخوالي په اړه د عامه پوهاوي لوړولو لپاره مشخص پروګرامونه طرح او عملي شي او همدارنګه به د دې مالي مرستې له لارېد ښوونځيو له خلاصېدو وروسته ټول زده کوونکي تشویق او وهڅول شي چې بېرته ښوونځيو ته راشي."
نړیوال بانک له دې مخکې هم د کرونا وبا خپرېدو له اغېزو سره د مبارزې په هدف له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیون ډالرو مرسته وکړه.
نړیوال بانک پر داسې مهال له افغانستان سره د خپلې مالي مرستې اعلان کوي چې په افغانستان کې شاوخوا ۳۴زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او ۹۵۷ نور ترې مړه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن