چاریکا (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۹): د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ د منیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مرستیال په پروان کې وژل شوی دی.
د پروان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالواسع رحیمي د دغه خبر په تایید سره وایي، د قره باغ ولسوالۍ له جنايی جرمونو سره د مبارزې مدیریت مرستیال تېره شپه اووه نیمې بجې د وسله والو په یوه برید کې وژل شوی دی.
د رحیمي په خبره چې دغه پېښه د بګرام هوايي ډګر مخې ته رامنځته شوې او برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.
د پروان یوه امنیتي سرچینه چې د نوم له اخیستو ډډه کوي وايي، د قره باغ ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مرستیال عدالستار خان ټاکل شوې وه د را روانې اوونۍ په یکشنبې ورځ د پروان د امنیې قوماندانۍ د مرستیال په توګه وټاکل شي.
دا په تېرو ۱۴ ساعتونو په بګرام کې د وژنو درېیمه پېښه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن