ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ- نورستان سړک د  ۱۰ کیلومتره جوړولو چارې پیل شوې

د کونړ- نورستان سړک د ۱۰ کیلومتره جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
10 Jul 2020 - 11:51
د کونړ- نورستان سړک د  ۱۰ کیلومتره جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
10 Jul 2020 - 11:51

جلال اباد  (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۹): دنورستان- کونړ پر لویه لاره د څه باندې لس کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې.

د نورستان ولایت مقام له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دسړک جوړولو د پیل په مراسمو کې دنورستان د والي حافظ عبدالقیوم  ترڅنګ ددغه ولایت امنیه قوماندان،دملي امنیت رییس،په مشرانو جرګه کې د نورستان دخلکو استازي عبدالطیف نهضت یار او دمحلي ادارې ګڼو مسوولینو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وویل چې دا یوه حیاتي پروژه ده چې ګټه یې ټول نورستان ولایت ته رسېږي.

نوموړي زیاته کړه چې دیاد سړک پر جوړولو۳۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او په دوو کلونو کې به یې چارې بشپړې شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې نورستاني ولس ته زېری ورکړ چې ژر ده په نږدې راتلونکي کې د ورته نورو پروژو شاهدان و اوسئ.

په مشرانو جرګه کې د نورستان دخلکو استازي عبدالطیف نهضت یار وویل د دا ډول پروژو په پلې کېدو د نورستاني ولس ستونزې دکمښت خواته ځي.

ددغه سړک پر ځینو نورو برخو پخوا کارونه پیل شوي چې اوس په کې یو څه پرمختګ شوی دی.

دا پروژه په داسې حال کې پیل شوې چې د نورستان مرکز د ملي پارک په توګه اعلان شوی او په دې وروستیو کې دغه ولایت ته دسیلانیانو تګ راتګ زیات شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.