د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ناټو، یوناما او ځینو هېوادونو له فساد سره مبارزه کې د افغان حکومت پر ټکنۍ هڅو اندېښنه ښودلې ده

ناټو، یوناما او ځینو هېوادونو له فساد سره مبارزه کې د افغان حکومت پر ټکنۍ هڅو اندېښنه ښودلې ده

Jul 10, 2020 - 15:36

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۹): ملګرو ملتونو، ناټو او په کابل کې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو د افغانستان د فساد ضد هڅو د کمېدو په اړه چې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) په وروستي خپاره شوي کلني راپور کې ثبت شوې، ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) له خوا دچنګاښ په ۱۹مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،د فساد پرضد د سفیرانو ډلې، د افغانستان د فساد ضد هڅو کمېدو په اړه چې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) په وروستي خپاره شوي کلني رپوټ کې ثبت شوې دي، ژوره خواشیني په ډاګه کړه.

سرچینې زیاته کړې، په افغانستان کې د سولې، ثبات او هوساینې لپاره د پراخ فساد ضد مبارزه ډېره مهمه ده. د سولې دراتلونکو خبرو اترو لپاره اړینه ده چې ټولې ښکېلې خواوېفساد په تړاو د متقابلو تورونو لګولو او سمتي کولو پرځای د کلکو ګامونو په پورته کولو سره خپله ژمنه د روڼتیا، حساب ورکولو او د قانون د واکمنۍ لپاره څرګنده کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د فساد پرضد د بنسټیزاو ستراتیژیک چوکاټ په رامنځته کولو کې دوامداره ځنډ جدي اندېښنه ده. په خاص ډول په لوړه کچه د مشکوکو پېښو د اغېزناکو پلټنو او عدلي تعقیب کموالی اندېښمنوونکی دی.

سفیرانو ویلي: ((د عامه مالي منابعو د ناسمې کارونې په اړه د ګڼو ادعاوو د دقیقو پلټنو غوښتونکي یو.دامهمه ده، چې افغانانو ته د اړین باور او ډاډ رامنځته کولو لپاره دغو ستونزو ته رسېدنه وشي. دا چاره همدارنګه په جنیوا کې د ترسره کېدونکي را روان پلان شوي کنفرانس لپاره هم ډېره مهمه ده.))

دوی ولسمشر اشرف غني د هغه ډاډ هرکلی کړی چې د فساد ضد هڅې به د سیاسي پروګرامونو په سرکې ځای ولري.

دغه راز دوی له افغان حکومته غوښتي چې دغه ورکړی ډاډ د ټاکل شوو اهدافو لکه د تفتیش عالي ادارې د واک ډېرولو او د فساد ضد په بېړه د یوه کمېسیون په رامنځته کولو سره عملي کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د بېړنیو تشو ډکولو لپاره پر یوه لنډمهال سند د تکیې کولو لپاره دې د یوه کال په دننه کې حکومت د فساد پرضد د پخوانۍ تګلارې د ارزونې او پراخو مشورتي بهیرونو له لارې دفساد پرضد یوه رښتینې تګلاره رامنځته کړي.

سرچینې زیاته کړې: ((موږ همدارنګه تمه لرو چې د محاکمو دپریکړو په تړاو، په مشخص ډول په لوړه کچه د فساد قضیو کې پام وړ پرمختګ وشي او په بې پرې، اغېزناک او رڼه ډول د ستراتیژیو او پالیسیو عملي کېدو لپاره وړتیاوې قوي شي. د څېړونکو ادارو له خوا د پلټنو موندنې باید په عام ډول د لاسرسي وړ وي. ادارې باید خپلواکې او شفافې وي او وړتیا ولري او د نوي حکومت او اړوندو بنسټونو لپاره ګومارنې او همدارنګه ددوی راتلونکې پالیسۍ باید د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکمیت او حساب ورکونې د اصولو پراساس رهبري شي.))

په خبرپاڼه کې راغلي، نړیوال همکاران له اداري فساد سره مبارزه کې د حکومت د ملاتړ لپاره پام وړسرچینې او منابع ځانګړې کړي او دا مهمه ده چې مرسته کوونکي ډاډه شي چې مرستې یې په اغېزناک ډول کارول کېږي. د اصلاحاتو ناکامي به ددې پانګونې د له منځه تلو په معنا وي. دهمدې لپاره به نړیوال همکاران ترلاسه شوي پرمختګونه په دقت سره څاري. په دغه وخت کې یوه پیاوړي او مثبت زیګنال ته اړتیا ده.

د فساد ضد سفیرانو په دې خبرپاڼه کې ویلي، نړیواله ټولنه له افغان دولت او افغانانو څخه ملاتړ کوي، چې له فساد سره مبارزې ته د نوي دولت د اصلاحي پروګرامونو په زړه کې ځای ورکړي.

دوی ویلي: ((موږ همدارنګه د کویډ- ۱۹ وبا د سخت اغېز د له منځه وړو او د بین الافغاني خبرو اترو د پیل پر لور د حرکت لپاره په ګډه کار کوو.))

په خبرپاڼه کې راغلي، د  فساد ضد د سفیرانو ډله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولی له مشرې، د ډنمارک، جرمني، جاپان، امریکا، برتانیې، اروپايي ټولنې، استرالیا، کاناډا، ایټالیا او ناروې له سفیرانو په افغانستان کې د نړیوال بانک له مشر، د ناټو ملکي استازي، د افغانستان د امنیتي لیږد د ګډې قومندانۍ له مشرانو جوړه ده. هممهاله مشري یې د اروپايي ټولنې او برتانیې لخوا کیږي او په میاشتني ډول یې ناستې ترسره کیږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan