ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ملکي هوایي ډګرد بنسټ ډبره کېښودل شوه

ننګرهار کې د ملکي هوایي ډګرد بنسټ ډبره کېښودل شوه

author avatar
10 Jul 2020 - 16:55
ننګرهار کې د ملکي هوایي ډګرد بنسټ ډبره کېښودل شوه
author avatar
10 Jul 2020 - 16:55

جلال اباد (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۹): د  ننګرهارد د کوز کونړ ولسوالۍ په ګمبیري سیمه کې د ملکي هوایي ډګر د لومړۍ برخې جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي د چنګاښ په ۲۰مه پژواک اژانس ته وویل چې په دغو مراسمو کې د ننګرهار او لغمان والیانو، د چارو ادارې او ملي هوایي چلند ادارو رییسانو،د ولس استازو،نظامي او ملکي ادارو مسوولینو برخه اخیستې وه.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وویل،ملکي هوايي ډګر جوړېدل د ټولو مشرقيوالو غوښتنه وه او د دې سترې او ملي پروژې د چارو پيلېدو له امله يې ټولو خلکو ته مبارکي ورکړه.

هغه زياته کړه چې د ملکي هوايي ډګر چارې بايد پخوا پيل شوې وای، خو د هرې لويې پروژې تر شا بېلابېلې ستونزې وي او تطبيق يې وخت ته اړتيا لري.

د ننګرهار والي دغه راز له ولسمشر څخه د کابل او کونړ سيندونو لپاره د استنادي دېوالونو، پنځه سوه ميګاواټه برېښنا، جلال اباد ښار انکشافي پلان تطبيق، د ننګرهار کانال، د دغه ولايت کرنيزو توکو ته د بازارموندنې او شپږ سوه بستريز روغتون د مجهز کولو غوښتنې وکړې.

 د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي ريیس قاسم وفي زاده وویل،د دغه ملکي هوایي ډګر په ټولو چارو به له ۳۶ څخهتر څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو پورې لګښت راشي چې په لومړي سر کې به یې د هوايي ډګر لومړنۍ چارې ترسره او په دويم فيز کې به يې د رن وې، ټکسي وې،ترمینل او نورې چارې ترسره شي.

نوموړي زیاته کړه، که په کابل هوايي ډګر کې وضعيت سم نه وي، نو الوتکې په مزار او يا پېښور کې ناستې کوي؛ خو د دغه هوايي ډګر په جوړېدو سره به د الوتکو مصوونيت خوندي او په دې برخه کې به ستونزه حل شي.

د نوموړي په وینا، د ختيځ زون د ملکي هوايي ډګر چارې جمهور ريیس له لوري څارل کېږي او هيله يې وښوده چې په ټاکلي وخت سره به له هر ډول خنډ او ځنډ پرته ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

هغه وايي، دغه نړيوال ملکي هوايي ډګر د ختيځې سيمې فرهنګ ته په کتو جوړېږي او زياته يې کړه چې په دې سره به د هېواد مارکېټونه وصل او وطني توليداتو ته د خرڅلاو ښه زمينه برابره شي.

 د چارو ادارې لوی ريیس ډاکتر فضل محمود فضلي وویل،د ملکي هوايي ډګر د چارو په پيل کېدو لس کاله وړاندې ترانسپورټ وزارت کې کار شوی و، خو بيا وځنډېد، خو ولسمشر دغه ځل هوایي میدان منظور کړ او نن یې عملاٌ د لومړۍ برخې جوړېدو چارې پیل شوې .

نوموړي د ملکي هوايي چلند له ریيسه مننه وکړه چې د ژمنې له مخې يې پر ټاکلي وخت د دغه هوايي ډګر پر جوړېدو پيل وکړ او زياته يې کړه چې له لومړنيو چارو وروسته به د دويم او درېيم فيز چارې هم په پرله پسې ډول ترسره شي او ډاډ یې ورکړ چې د هوايي ډګر د جوړېدو چارې به مرکزي او ولايتي اداره وڅاري .

د لغمان والي رحمت الله يارمل وويل، له مشرقيوالو سره د ولسمشر له ژمنو يوه لويه ژمنه یې د ماموریت په پیل سره، سرته ورسېده او هيله يې وښوده چې نورې پروژې به هم پيل شي. دغه راز یې زیاته کړه، د ختيځ لپاره د ملکي هوايي ډګر جوړېدل اساسي اړتيا وه چې ټول هېوادوال به ترې ګټه واخلي.

د ملي او ولايتي شورا د غړو په استازيتوب د ولسي جرګې غړي عبدالروف شپون، د ښځو په استازولۍ صبرينا حميدي او د ګمبیري خلکو په استازۍ عبدالرحمن معاون د ملکي هوايي ډګر د چارو پر پيل کېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې ختيځوالو په بېلابېلو برخو کې ډېرې قربانۍ ورکړې او بايد جمهور رييس دې سيمې ته په انکشافي برخه کې ډېره پاملرنه وکړي.

دوی د ملکي هوايي ډګر جوړيدل اړين وبلل او غوښتنه يې وکړه چې په دې سترې پروژې کې ځوانانو ته د کار زمينه برابره او چارې له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي .

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.