ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: طالبان دې خپلې سیاسي موخې د ټاکنو له لارې ترلاسه کړي

ولسمشر غني: طالبان دې خپلې سیاسي موخې د ټاکنو له لارې ترلاسه کړي

author avatar
10 Jul 2020 - 10:02
ولسمشر غني: طالبان دې خپلې سیاسي موخې د ټاکنو له لارې ترلاسه کړي
author avatar
10 Jul 2020 - 10:02

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۹): ولسمشر غني له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک د شرایطو د تطبیق په خاطر د افغان حکومت ملاتړ او د بشردوستانه اوربند لپاره هڅه وکړي.

له ارګه د چنګاښ په ۲۰مه پژواک اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون مازدیګر د افغانستان دولت په نوښت د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه «د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا» دویمې غونډې ته په وینا کې د سولې د موخو پلې کېدو لپاره نړیواله اجماع اړینه او مهمه وبلله.

دې غونډې ته چې د ناټو او ملګرو ملتونوسازمانونو او اروپايي ټولنې په ګډون د نړۍ د نږدې ۱۹ هېوادونو د استازو په شمول د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې جوړه شوه، په پیل کې ولسمشر غني د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول دوست او مرسته کوونکو هېوادونو کې د کرونا ویروس له امله د مړه شوو کسانو او د دغه ویروس د منفي اقتصادي اغېزو په اړه خپله خواخوږي او همدردي څرګنده او له افغانستان سره یې د کرونا ویروس ضد مبارزې او د دوامداره سولې په خاطر د دوی، په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو له پر وخت مرستو مننه او قدرداني وکړه.

هغه  څرګنده کړه، له یوې هیلې/هدف څخه د سولې هدفمندې پروسې ته د رسولو لپاره موږ ستاسې مشورو او ملاتړ ته اړتیا لرو، څو مطمین شو چې سوله او د سولې د ټینګښت معیارونه د پایښت له اعتباره برخمن دي.

ولسمشر غني زیاته کړه، د سولې له پروسې د افغان ولس، ګاونډیانو او سیمې ملاتړ د سولې پروسې د پایداره کېدو لامل ګرځي، په همدغه دلیل د سولې پروسه د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي پایلې لري.

نوموړي وویل: ((موږ په داسې مقطع کې قرار لرو څو سوله د دې لامل شي چې طالبان له ټولو تروریستي ډلو او جرمي سازمانونو سره خپلې اړیکې پرې کړي، دغه کار به د ټولو په ګټه وي.))

محمد اشرف غني په ټینګار سره وویل، سوله ییز، خپلواک، ولسواک او متحد افغانستان د افغانانو وروستۍ موخه ده، څو په خپله له سیمې او نړۍ سره یو ځای د تېرو دوو لسېزو لاسته راوړنو د ساتنې او پیاوړتیا ځواک ولري.

هغه زیاته کړه: ((موږ د جنګ ختمېدو او سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره ظرفیت او سیاسي اراده لرو، داسې چې طالبان به د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې حضور ومومي او د پارلماني او جمهوري ریاست د ټاکنو له لارې به وتوانېږي خپلې سیاسي موخې ترلاسه کړي.))

ولسمشر وویل، د دغه هدف لپاره نړیواله او سیمه ییزه اجماع موجوده ده او تاسې د دغه ملاتړ په لومړي صف کې قرار لرئ، ستاسې اوسنی قوي ملاتړ به له افغانستان سره مرسته وکړي چې په دې برخه کې لا پرمختګ وکړي.

د نوموړي په وینا، دغه اجماع به له افغان حکومت سره مرسته وکړي چې د سولې ستراتيژي جوړه کړي او دوامداره سولې ته د رسېدو په خاطر به د سولې پروسه چې د افغانستان د ثبات او هوساینې او دسیمې او نړۍ د امنیت لامل وګرځي، رهبري کړي.

ولسمشر غني څرګنده کړه، د سولې ګټونکي به د افغانستان ولس، سیمه او نړۍ وي، باید وویل شي چې په دې برخه کې ستونزه افغانستان نه، بلکې تروریزم دی په داسې حال کې چې افغانستان د نړیوال نظم لپاره د مبارزې په ډګر بدل شوی او افغانستان کولای شي د بین المللي هکارۍ لپاره د یوه موډل په توګه واوسي.

هغه زیاته کړه، سوله نه یواځې یوه مطلوبه غوښتنه ده، بلکې بااعتباره او امکان پذیره به هم وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.