ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا د پوځ مشر: روسیې له طالبانو سره د پيسو او وسلو مرستې کولې

د امریکا د پوځ مشر: روسیې له طالبانو سره د پيسو او وسلو مرستې کولې

author avatar
11 Jul 2020 - 11:05
د امریکا د پوځ مشر: روسیې له طالبانو سره د پيسو او وسلو مرستې کولې
author avatar
11 Jul 2020 - 11:05

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۹) : د امریکا د پوځ یو جګپوړی جنرال وایي چې روسیې په افغانستان کې له طالبانو سره د وسلو او پیسو په برخه کې همکاري کوله، خو داسې استخباراتي معلومات نشته چې وښيې روسیې دا همکاري طالبانو ته د امریکایي عسکرو د وژلو لپار کوله.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر، جنرال مارک میلي دغه څرګندونې د کانګریس غړیو ته په یوې محرمې غونډې کې کړې دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، جنرال مارک میلي او د دفاع وزیر مارک اسپر د کانګریس غړیو ته ویلي چې امریکا لا هم په دې هکله معلومات راټولوي چې ایا روسیې په رښتیا طالبانو سره د امریکایي عسکرو د وژلو په خاطر همکاري کوله که نه.

مارک میلي زیاته کړې: " که معلومه شي چې روسیې په امریکایي عسکرو د بریدونو لپاره طالبانو ته پیسې ورکولې، دا به ډېره غټه مسئله وي."

څو ورځې مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د ځینو استخباراتي چارواکو له خولې، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، راپور ورکړی و چې روسیې طالب وسله والو ته د امریکايي ځواکونو د وژلو په بدل کې انعام وړاندې کړی و او دا موضوع د فبروري په میاشت کې له جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره هم شریکه شوې وه.

خو سپینه ماڼۍ  ټرمپ ته ددغو معلوماتو له ورکولو انکار کوي او وايي، دغه استخباراتي معلومات په بشپړ ډول تائید شوي نه وو چې جمهور رئیس ته ورکړل شوي وای.

د امریکا د پوځ یو متقاعد جنرال جان نکلسن چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د امریکایي ځواکونو قوماندان و، هم ویلي چې روسیې پخوا طالبانو ته " پریمانه" وسلې ، تجهیزات او پیسې ورکولې، خو جنرال نکلسن وایي روسیې دا کار په خورا احتیاط کاوه او نه یې غوښتل چې "د جګړې بدلوونکي " نقش ادا کړي.

دغه امریکایي جنرال وایي چې طالبانو له روسیې څخه هوا ته د ځمکې نه د واردېدونکو توغندیو ورکولو غوښتنه کړې خو روسیې د طالبانو دا غوښتنه رد کړله.

مسکو او طالبانو هم دا خبره رد کړې چې ګنې روسیې وسله والو طالبانو ته د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره پيسې او جایزې ورکولې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.