کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې وسله والو طالبانو د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته ادامه ورکړې او په تېره یوه اوونۍ کې یې ۶۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د چنګاښ په ۲۱مه، په ټویټر کې لیکلي چې طالبانو تېره یوه اوونۍ کې ۲۳ ملکي وګړي وژلي او ۴۵ نور یې ټپیان کړي دي.
هغه زیاته کړې چې طالبانو ملکیانو ته دغه مرګ ژوبله په ۱۶ ولایتونو کې د بېلا بېلو امنیتي پېښو پر مهال اړولې ده.
فیصل وایي چې په دې مرګ ژوبله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي .
د ملي امنیت شورا ویاند وایي چې د طالبانو له خوا تاوتریخوالي د سولې په تړاو د طالبانو ارادې او باور ته زیان رسولی دی.
وسله والو طالبانو د امنیت شورا ددې تازه ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې دا ډول ادعاوې رد کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن