ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل-مزار لويه لار په بغلان کېد ترافيکو پرمخ تړل شوې ده

د کابل-مزار لويه لار په بغلان کېد ترافيکو پرمخ تړل شوې ده

author avatar
11 Jul 2020 - 15:50
د کابل-مزار لويه لار په بغلان کېد ترافيکو پرمخ تړل شوې ده
author avatar
11 Jul 2020 - 15:50

پلخمري (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٩): د بغلان په ډنډغوري سيمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې له امله د کابل-مزار لويه لار د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د والي وياند نذير نجم د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې وسله والو طالبانو په ډنډغوري سيمه کې پر افغان ځواکونو بريدونه پيل کړي دي.

هغه وايي: ((افغان ځواکونو د خلکو د امنيت خونديتوب په موخه د کابل-مزار لويه لار له څو ساعتونو راهيسې تړلې ده.))

د نجم د معلوماتو له مخې، په ياده جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

دغه راز د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت پژواک ته وويل چې په ډنډغوري سيمه کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

خو هغه د لارې بندېدو په اړه د جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه.

د يادې لارې يوه موټرچلوونکي شېرعالم پژواک ته وويل چې له پنځو ساعتونو راهيسې د لارې د خلاصېدو په تمه ولاړ دى.

ده زياته کړه: ((پوليسو موږ ته ويلي څو چې جګړه نه وي ختمه شوې، په دې لار تګ نه شي کولاى ځکه چې خطر لري.))

د يادونې ده چې ډنډغوري د بغلان د مرکز پلخمري اړوند او د دغه ولايت تر ټولو نا امنه سيمه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.