ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل نننۍ چاودنه کې د دفاع وزارت د حقوقو رییس له درې نورو کسانو سره ټپي شوی

د کابل نننۍ چاودنه کې د دفاع وزارت د حقوقو رییس له درې نورو کسانو سره ټپي شوی

author avatar
11 Jul 2020 - 10:32
د کابل نننۍ چاودنه کې د دفاع وزارت د حقوقو رییس له درې نورو کسانو سره ټپي شوی
author avatar
11 Jul 2020 - 10:32

کابل(پژواک،۲۱چنګاښ ۹۹): کابل ښار کې د ملي اردو په موټر کې د استقامتي ماین د چاودنې له امله د دفاع وزارت د حقوقوعمومي رییس او د چنایي څېړنو د سرپرست په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي.  

د ملي دفاع وزارت د حقوقو عمومي رییس او د جنایي څېړنو سرپرست ډاکټر نعمت الله احمدزي پژواک اژانس ته دغه پېښه نن سهار اته نیمې بجې د ۱۶حوزې اړوند مکروریان سیمه کې رامنځته شوه.  

ده وویل چې په دې چاودنه کې پر لاس او سر برسېرن ټپي شوی دغه راز یې یو ساتونکی هم ټپي شوی چې روغتون کې دی.

د نوموړي په خبره چې په چاودنه کې یې زرهي موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

 د کابل د امنیه قوماندانۍ یوې سرچینې چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، پژواک ته وویل چې د کابل د ۱۶ امنیتي حوزې اړوند د زړو مکروریانو په سیمه کې د ملي اردو یوه موټر کې د استقامتي ماین چاودنه شوې ده .

 سرچینې وویل چې په دغه چاودنه کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

خو د مکروریانو یوتن اوسېدونکي عطاءلله احمدي وویل چې په دغې چاودنه کې په موټر کې د ناستو دوه کسانو ترڅنګ دوه نور ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

 یاد تن وویل چې ټپیان د پولیسو له لوري روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده .

تراوسه ددغې پېښې مسوولیت چا نه ده منلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.