ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د سرو زرو او پټرول تېلو بیې پورته شوې دي

کابل کې د سرو زرو او پټرول تېلو بیې پورته شوې دي

author avatar
11 Jul 2020 - 16:55
کابل کې د سرو زرو او پټرول تېلو بیې پورته شوې دي
author avatar
11 Jul 2020 - 16:55

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۸): کابل ښار کې نن د اوو ورځو مخکې په نسبت د پټرول تېلو او سرو زرو بیې پورته شوې خو د لومړنیو ډېری توکو بیې له کوم تغییر پرته پر خپل ځای پاتې دي.

د ثابت- انلاین خوراکي توکو شرکت یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، نن د تېرې شنبې په څېر پنځوس کیلويي پاکستانۍ بوره په ۲۳۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلويي قزاقي اوړه په ۱۷۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويي پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې ۲۳۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره صدیق غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل شار د منډوي بازار د خوراکي توکو یوه دوکاندار محمد تواب غزنوي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې اوونۍ په څېر ۱۶ لېتره صدیق غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، ۵۰ کیلويي پاکستانۍ بوره په ۲۳۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويي لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې ۲۳۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلويي قزاقي اوړه په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايی چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځینو توکو پرچون بیې د هغو د عمده له بیو سره په ځینو برخو کې ډېر او په ځینو کې لږ توپیر لري.

د کابل ښار د درېیم مکروریان ساحه د خوراکي توکو یوه پلورونکي محمد ذکي وویل چې نن د ۴۹ کیلويي قزاقي اوړو بیه ۱۸۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلويي پاکستانۍ بوره په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويي پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره صدیق غوړي په ۱۸۰۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۳۴۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۶۰ افغانۍ پلوري.

د سرو زور بیه پورته شوې ده

د نرخ طلا و اسعار انلاین پتې د معلوماتو پر اساس، نن د تېرې شنبې په نسبت د یو ګرام عیار عربي سروزرو بیه له ۳۴۰۰ افغانیو څخه ۳۴۵۰ افغانیو ته د یو ګرام روسي عیار سرو زرو بیه له ۳۰۰۰ څخه ۳۰۵۰ افغانیو ته پورته شوې ده.

د سرو زرو پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د طلا د بیې لوړوالی په نړیوالو بازارنو کې د هغې د بیې له لوړېدو سره تړلی دی.

د پټرولو بیه هم پورته شوې ده

د احمدیار کمپنیو ګروپ د معلومات له مخې، نن تېرې شنبې په نسبت د یو لېتر پټرولو بیه له ۳۴ څخه ۳۵ افغانیو ته لوړه شوې خو د یو لېتر ډېزل تېلو بیه د تېرې اوونۍ په څېر په ۳۷ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار د پل پادشاه سیمې یو ګاز پلورونکی ظریف  وايي چې نن د تېرې اوونۍ په څېر یو کیلو ګاز په ۴۵ افغانۍ پلوري.

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت یو څه لوړ تللی

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.