ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا کې د افغانستان سفارت۷۰ متره اوږد دېوال په ۱،۸ ميلیون ډالرو رغول شوی

امریکا کې د افغانستان سفارت۷۰ متره اوږد دېوال په ۱،۸ ميلیون ډالرو رغول شوی

author avatar
11 Jul 2020 - 17:47
امریکا کې د افغانستان سفارت۷۰ متره اوږد دېوال په ۱،۸ ميلیون ډالرو رغول شوی
author avatar
11 Jul 2020 - 17:47

کابل(پژواک، ۲۱ چنګاښ۹۹): امریکا کې د افغانستان سفارت د ۷۰ متره دېوال د بیا جوړېدو لپاره د یوه شرکت د ۸۸ زره ډالرو غوښتنه رد کړې او دغه چاره یې د بل شرکت له لارې په یو میلیون،۸۲۵ زره او ۸۳۹ امریکایي ډالره لګښت تر سره کړې ده.

د ۷۰ متره دېوال د جوړېدو لپاره د (KADCON) ودانیز شرکت ته یو میلیون او ۵۸۶ زره ډالره، د سروې لپاره د (VIKA) شرکت ته ۱۲ زره ۷۵۰ امریکايي ډالر، د خاورې ټېسټ کولو لپاره (ECS) شرکت ته ۱۲ زره ۲۵۰ امریکايي ډالر، د پروژې تخنیکي مشورې لپاره (KCE) شرکت ته ۶۴ زره او ۸۳۹ امریکايي ډالره او د قراردادونو د برابرولو او حقوقې مشورې لپاره ډي اېل اې پېپر(DLA Piper) ته ۱۵۰ زره امریکايي ډالره ورکړل شوې دي.

نږدې ۲۱ برابره لوړه بیه

معلومات ښیي چې دغه دېوال د لومړني شرکت د وړاندیز شویو پیسو په ۲۰ اعشاریه ۷۴ برابره لوړه بیه جوړ شوی او په هر متر مربع یې شاوخوا ۸۶۹۴ امریکايي ډالره لګښت راغلی دی.

یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، یو شرکت په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د موټرو تمځای د ختیځې برخې۷۰ متره اوږد او درې متره لوړ دېوال بیا رغونې ته د څه باندې ۸۸ زره امریکایي ډالرو په بدل کې چمتو شوی و، خو سفارت دغه دیوال په یو میلیون او ۵۸۶ زره امریکايي ډالرو له بل شرکت سره د قراردا له لارې جوړ کړ.

یاده سرچینه وايي، دغه دېوال چې د سفارت او یوه کور ترمنځ دی، د ۱۳۹۸ کال د وري په لومړۍ نېټه د سفارت د “نه پاملرنې” له امله نړېدلی و او د کور څښتن له سفارت څخه څو ځلې په لیکلې بڼه د دېوال د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

ده د هغه سند کاپي هم پژواک ته ورکړه چې د افغان سفارت له لوري د ۱۳۹۸ کال د وري په نهمه  د ۱۸ ګڼې مکتوب سره مل د بهرنیو چارو وزارت ته لېږل شوې او ښیي چې د جې جي (JG) په نوم د ودانیزو چارویو امریکایي شرکت په لومړي پړاو کې چمتولای ښودلی و چې دغه دیوال په ۶۸۱۰۰ ډالره جوړوي، خو وروسته یې بیه څه باندې ۸۸ زره امریکایي ډالرو ته لوړه کړه.

سرچینه زیاتوي، کله چې په دې پروژه کې د “فساد کولو” لپاره په واشګنټن کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني د برکت الله رحمتي په نوم له یو کس څخه د یاد دېوال د جوړېدو مسوولیت واخیست، نو د وخت د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي ځانګړی سلاکار یما نظام یې، د دې پروژې د څارونکې په توګه وټاکه.

سرچینه وايي:”له همدې امله سفیرې، یما نظام، همایون قیومي، د تدارکاتو د ملي کمېټې ځینو غړو او د ولسمشر سلاکار شاد محمد څرګند په مشوره د دغې پروژې لپاره پخوانۍ محاسبې بدلې کړې او پرځای یې د ۱۳۹۸ کال د تلې د۲۴ مې نېټې د ۹۱۲ ګڼې مکتوب له لارې د کا اې ډي سي او ان (KADCON) په نوم له امریکایي شرکت سره یې د یو میلیون او ۵۸۶ زره ډالرو په لګښت دغه قرارداد برابر کړ چې د مرکز له لوري هم منل شوی دی.”

د ۷۰ متره دېوال په لګښت سفارت ته ودانۍ پېرل کېده

یادې سرچیني وویل، نړېدلی دېوال د سفارت د چارچاپېر دېوال نږدې اوومه برخه جوړوي او په ځانګړې شوي (شاوخوا  ۱،۸میلیون ډالره) له دې ډیپلوماټیکې سیمې څو کیلومتره لرې د سفارت د بشپړې ودانۍ په څېر یوه ودانۍ پېرل کېدای شي.

هغه وایي چې د یاد دیوال د بیا رغونې چارو په تړاو څلور واړه، واړه نور تړونونه هم شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت مکتوب له مخې، په واشنګټن کې د افغانستان سفارت ته د یاد دېوال د جوړېدو لپاره لومړی د خاورې ټېسټ کولو په موخه (ECS) شرکت ته ۱۲ زره ۲۵۰ امریکايي ډالره ورکړل شوي دي.

دغه راز پژواک ته د دغې پروژې په لاس ورغلی تفصیلي راپور ښيي چې د پروژې تخنیکي مشورې لپاره ۶۴ زره او ۸۳۹ امریکايي ډالره د (VIKA) شرکت ورکړل شوي دی.

د سروې لپاره د (VIKA) شرکت ته ۱۲ زره ۷۵۰ امریکايي ډالره ورکړل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه باوري سرچینه وايي چې د همدې پروژې د قراردادونو د برابرولو او حقوقې مشورې لپاره ډي اېل اې پېپر(DLA Piper) ته ۱۵۰ زره امریکايي ډالره ورکول شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت مکتوب چې کاپي یې پژواک تر لاسه کړې ښيي چې د دېوال جوړېدو د قرارداد له مخې د سفارت بانکي حساب ته یو میلیون او ۵۸۶ زره امریکايي ډالر هم حواله شوې دي.

سرچینه د سفارت د اداري او مالي چارو د ډېپلوماتانو له قوله وايي، د پروژې قراردادي شرکتونو ته پیسې په مستقیم ډول نه ورکول کېدې، بلکې د چکونو په واسطه د درېیمګړو کسانو له لارې د سفارت له مالي حساب څخه ورکړل شوي دي.

دغه راز هغه پر رویا رحماني تور پورې کوي چې لومړی یې د سفارت د ودانۍ په ساتنه کې “بې غوري” کړې، وروسته یې د دېوال په بیارغونه کې “فساد” کړی او د سفارت کارکوونکي یې هم د پروژې له مالي چارونا خبره ساتلي دي.

تړون د ملي تدارکاتو کمېټې منظور کړی 

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت هم د دیوال د جوړېدو لپاره د دوو شرکتونو یادې بیې مني او وایي چې وروستۍ (یو میلیون او ۵۸۶ زره امریکايي ډالره) بیه د ملی تدارکاتو کمېټې منظوره کړې ده.

واشنګټن کې د افغانستان سفارت د مطبوعاتي څانګې مسوول سید نجیب هاشمي پژواک ته وویل چې د سفارت یاد ۷۰ متره اوږد دیوال له ۲۷ کلونو راهیسې په ورانېدو و او تېر کال د بارانونو له امله نړېدلی، خو سفارت په دې اړه په وار، وار له “چارواکیو” سره اړیکې نیولي دي.

دی وايي، د دغه دېوال د رغېدو لپاره د جې جي (JG) د ودانیزو چارو شرکت سفارت ته لومړی په تخمیني ډول د ۶۸ زرو او ۱۰۰ ډالرو غوښتنلیک ورکړی و چې د پروژې تر پلي کېدو وروسته تر یوې مودې پاک کاري او بیا جوړونه په کې نه وه شامله.

هغه زیاته کړه، همدغه شرکت بیا ځلي د یادو شرطونو په منلو سره د ۸۸ زره او ۱۸۰ ډالرو بل غوښتنلیک ورکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د سفارت د ګاونډي له خوا ځکه ونه منل شو چې پر دغه شرکت باوري نه وو.

هاشمي زیاتوي:”د سفارت ګاونډي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له چارواکیو او د کانګرس له ځینو غړو سره اړیکې لرلې، له همدې امله یې د دې دېوال د جوړېدو موضوع سیاسي کړه، د خاصو وکیلانو په نیولوسره یې د دې پروژې پلي کول غوښتل او بالاخره هغه خپل وکیل ونیو او د سفارت له خوا د مالیې وزارت حقوقي سلاکار(یما نظامي) معرفي شو.”

دی هم مني چې د دواړو لوریو په توافق او د واشنګټن ډي سي ښاروالۍ د اصولو له مخې، د دېوال د حجم معلومولو، ابعادو ټاکلو، د جوړېدو څرنګوالي او سروې کولو لپاره د ویکا(VIKA) په نوم شرکت سره د ۱۲ زره ۷۵۰ امریکايي ډالره قرارداد لاسلیک شوی دی.

سید نجیب هاشمي زیاتوي چې د تخنیکي مشورې اخیستلو لپاره د ۶۸ زره او ۸۳۰ امریکايي ډالرو په ارزښت یو بل قرارداد د کا سي اي (KCE) په نوم شرکت د او د خاورې معلومولو لپاره د ۱۲ زره او ۲۵۰ ډالرو په ارزښت بل قرارداد داي سي اېس (ECS) په نوم شرکت سره شوي دي.

دی وايي، د دېوال جوړېدو پروژه د ملي تدارکاتو کمېټې د ۱۳۹۸ کال د وږې په ۱۱مه د ۳۵۵۷ ګڼې پرېکړې له مخې له کا اې ډي سي او ان (KADCON) شرکت سره د یو میلیون او ۵۸۶ زره امریکايي ډالرو په ارزښت منظوره کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې پژواک ته وویل چې د ولسمشر سلاکار شاد محمد څرګند او د مالي پخواني سرپرست وزیر همایون قیومي په مشوره د بهرنیو چارو وزارت له مالي مرستیال څخه غوښتي چې د یادې پروژې تړون په یو مکتوب کې د ۱.۶ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت KADCON شرکت بریالی ونوموي او ۳۰۰ زره ډالرو نورو غوښتنه وکړي.

سرچینه وايي:”د تدارکاتو کمېټې په غونډې کې دا موضوع د همایون قیومي له خوا مطرح شوې خو د پروژې په هغه برخه کې چې ملي تدارکاتو اداره نظر ورکوي لیکل شوي چې د قیومي له لارښوونې او بیړني حالت ته په کتو دې پروژه منظوره شي.”

د سرچینې په وینا، بهرنیو چارو وزارت ته د یادې پروژې منظوري ورغلې او دوی امریکا کې د افغانستان سفارت سره شریکه کړې او پیسې یې له مالیې وزارت څخه ورته رایستې دي.

د ملي تدارکاتو ادارې ویاند احمد رامین ایاز پژواک ته وویل چې امریکا کې د افغانستان سفارت یاده پروژه د امریکا هېواد له تدارکاتي قوانینو سره سم پیل کړې وه چې په پایله کې یې ۶ شرکتونو داوطلبي کړې ده.

دی وايي:”دغه پروژه د ملي تدارکاتو کمېسیون ۱۹۸غونډې ته د بهرنیو چارو وزارت له خوا وړاندې شوې او له بحث وروسته د حقوقي اړخونو په پام کې نیولو سره د وزارت راپور د بیړني حالت ته په کتو پروژه منظور کړې ده.”

واشنګټن کې د افغانستان سفارت د مطبوعاتي څانګې مسوول وایي چې د تدارکاتو کمېټې د یادې پرېکړې له مخې د پروژې څارنه د ولسمشر سلاکار شاد محمد څرګند ته سپارل شوې وه.

هاشمي زیاتوي:”شرکتونو ته ځکه مستقیما پیسې نه استول کېدې چې د دېوال جوړېدو کاري پرمختګ ته کتل کېدل او د شاد محمد څرګند تایید یې غوښت.”

د یادولو وړ ده چې د جې جي (GJ)په نوم یاد شرکت او شاد محمد څرګند سره مو د اېمېل له لارې اړیکه ونیوه، خو تر اوسه ( د چنګاښ ۲۱ مه) یې ځواب نه دی ورکړی.

انصاري له دندې ګوښه خو سفارت ته یې رسمي کارتونه ونه سپارل

یوې باوري سرچینې چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، پژواک ته وویل، واشنګټن کې د افغانستان سفیرې چې کله د سفارت دېوال جوړېدو په پروژه کې د “فساد کولو” لپاره له برکت الله رحمتي څخه د دغې پروژې مسوولیت واخیست، نو حارث انصاري یې له کابله وروغوښت، تر څو د رحمتي پر ځای دغه چاره هغه ته وسپاري.

سرچینه زیاتوي:”سفیرې په همدې بهانه د پروژې د څارونکي شاد محمد څرګند زوم حارث انصاري له کابله ور وغوښت خو د دې موضوع له رسنیزه کېدو وروسته ولسمشر د هغه د ګوښه کېدو لارښوونه وکړه او حارث انصاري کابل ته د ستنېدو پرځای په امریکا کې پناه واخیسته او بې له دې چې سفارت ته رسمي کارتونه وسپاري لادرکه شو.”

د انصاري قضیې په اړه د بهرنیو چارو وزارت یو راپور ښيي چې رویا رحماني د سفارت له ټولو کارکونکو څخه په پټه د انصاري د ګومارنې په اړه مرکز ته وړاندیز لېږلی، د سفارت د صادرې په کتاب د هغه د ګومارنې موضوع پر ځای اداري موضوع لیکل شوې ده خو د دې مسئلې له جنجالي کېدو وروسته د یاد وزارت له خوا انصاري له دندې لرې کړ.

خو حارث انصاري چې دا امریکا کې دی پژواک ته وویل، دی د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکی و چې د رویا رحماني له خوا امریکا کې د افغانستان تکنالوژۍ برخې ته په خدمتي ډول وغوښتل شو، خو تر شلو ورځو ورسته وزارت د”نامعلومو دلایلو”له مخې منفک کړ.

دی هغه تورونه ردوي چې ګواکې امریکا کې یې پناه اخیستې او وايي چې له دې وړاندې هم څو ځلې دغه هېواد ته تللی دی.

هغه وویل چې دی په مصر کې د افغانستان سفارت لپاره د درېیم سکرټر په توګه ټاکل شوی و، خو ویزې ته د منتظر کېدو له امله په خدمتي ډول واشنګټن کې د افغانستان سفارت ته ور وپېژندل شو او اوس نه پوهېږي چې ولې منفک شوی دی؟

د بهرنیو چارو وزارت له خوا امریکا کې د افغانستان سفارت ته په استول شوي مکتوب کې چې کاپي یې پژواک تر لاسه کړې، راغلي چې حارث انصاري د سفارت د دېوال پروژې د ستونزو حلولو لپاره ټاکل شوی و، خو له سفارت څخه یې دې برخې ته د هغه د ګومارلو په اړه دلایل غوښتي دي.

واشنګټن کې د افغانستان سفارت د مطبوعاتو مسوول سید نجیب هاشمي وایي چې حارث انصاري د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خدمتي ډول دغه سفارت ته معرفي شوی و او د یوې نیمې میاشتې له تېرېدو وروسته بېرته کابل ته وغوښتل شو.

دی وايي:” کله چې یو کارمند کابل ته غوښتل کېږي، د نورو سفارتخونو په څېر، دا سفارت یې هم د بیرته تګ اداري چارې د الوتکې د ټکټ تر برابرولو پوري ترسره کوي، خو نه شي کولی هغه کارمند بیرته تګ ته مجبور یا یې ډيپورټ کړي.”

د بهرنیو چارو وزارت ویاند هېواد ګران پژواک ته له دوو ورځو ځنډ وروسته وویل چې دا موضوع “تحقیقي، حساسه او مهمه ده”، دوی په دې اړه د معلوماتو راټولو لپاره دوې غونډې کړې او درېیمه غونډه نن شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) کوي او له هغه وروسته به پژواک ته معلومات ورکړي خو ده یو وار بیا سبا وعده وکړه.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

Visits: 85

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.