د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکومت په هېواد کې په مشروط ډول د کرکټ لوبو پیلولو ته اجازه ورکړه

حکومت په هېواد کې په مشروط ډول د کرکټ لوبو پیلولو ته اجازه ورکړه

Jul 11, 2020 - 18:44

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرونا پر وړاندې د مبارزې بېړنۍ کمېټې له ټولو وقایوي اقداماتو سره د کرکټ لوبو پیلولو ته اجازه ورکړه.

د کرکټ بورډ له خوا د چنګاښ په ۲۱مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ناسته نن د ولسمشر ددویم مرستیال سروردانش په مشرۍ جوړه شوه، چې په کې د کرکټ بورډ اجراییوي رییس لطف الله ستانکزي هم برخه اخیستې وه.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې ناسته کې کرکټ بورډ د هېواد په کچه د لوبو ترسره کولو اجازه ترلاسه کړه چې له دې سره به په نږدې راتلونکي کې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ هم پیل شي.

ستانکزي ویلي: (( داخلي کرکټ د نړیوال کرکټ لپاره د چمتووالي او غوره سیالیو په موخه یو غوره پیل دی، ترڅو لوبغاړي لومړی باید بشپړ چمتو او له هغه وروسته نړیوالو ډګرونو ته ولاړ شي او د افغانستان لپاره بریاوې راوړي.))

هغه زیاته کړې، کرکټ لوبه په ازده فضا کې ترسره کېږي او همدارنګه ټول فعالیتونه د کرکټ نړیوالې شورا له لوري څارل کېږي نو اړینه ده، ترڅو په هېواد کې د کرکټ فعالیتونه بیا پیل شي او په دغه برخه کې له روغتیا وزارت او اړوند بنسټونو ډېره مننه چې تر اوسه یې له افغانستان کرکټ بورډ سره بشپړه همکاري کړې ده.

سربېره پر دې د هېواد د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم وویل، د کرکټ لوبغاړو د افغانستان لپاره ډېر ویاړونه راوړي پر همدې بنسټ د افغانستان کرکټ بورډ اداره کولی شي چې د کرونا پر وړاندې د روغتیا وزارت د ټولو سپارښتنو او لارښوونو په عملي کولو سره په داخلي کچه لوبې او تمرینات ترسره کړي.

باید وویل شي، کرکټ بورډ د هېواد په کچه لومړنۍ ورزشي اداره ده چې د کرونا وبا له خپرېدو وروسته د هېوادوالو د خوښیو په موخه یو ځل بیا خپل فعالیتونه پیلوي.

د یادولو ده چې د افغانستان کرکټ بورډ په نږدې راتلونکي کې د لومړی درجه او شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د پیلولو هوډ لري چې دغه لوبې د یاد اجازه لیک له ترلاسه کولو پرته ناممکنه وې چې دا دی په دې سره به د شپږیزې لیګ او نورې کورنۍ سیالۍ د نندارچیانو له شتون پرته ترسره شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan