د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ملي امنیت شورا: طالبانو تېره یوه اوونۍ کې ۶۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د ملي امنیت شورا: طالبانو تېره یوه اوونۍ کې ۶۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

Jul 11, 2020 - 12:12

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې وسله والو طالبانو د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته ادامه ورکړې او په تېره یوه اوونۍ کې یې ۶۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د چنګاښ په ۲۱مه، په ټویټر کې لیکلي چې طالبانو تېره یوه اوونۍ کې ۲۳ ملکي وګړي وژلي او ۴۵ نور یې ټپیان کړي دي.

هغه زیاته کړې چې طالبانو ملکیانو ته دغه مرګ ژوبله په ۱۶ ولایتونو کې د بېلا بېلو امنیتي پېښو پر مهال اړولې ده.

فیصل وایي چې په دې مرګ ژوبله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي .

د ملي امنیت شورا ویاند وایي چې د طالبانو له خوا تاوتریخوالي د سولې په تړاو د طالبانو ارادې او باور ته زیان رسولی دی.

وسله والو طالبانو د امنیت شورا ددې تازه ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې دا ډول ادعاوې رد  کړې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan