ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا یوشمیر ځوانان په امنيتي او ملکي ادارو کې له فساد څخه شکایت کوي

د پکتيا یوشمیر ځوانان په امنيتي او ملکي ادارو کې له فساد څخه شکایت کوي

author avatar
11 Jul 2020 - 09:27
د پکتيا یوشمیر ځوانان په امنيتي او ملکي ادارو کې له فساد څخه شکایت کوي
author avatar
11 Jul 2020 - 09:27

ګردېز (پژواک ۲۰ چنګاښ ۹۹): د پکتيا ولايت ځينې ځوانان دې ولايت ته د مرکزي دولت پر نه پاملرنه کلکه نيوکه کوي او وايي چې د دې ولايت په ځينو امنيتي او ملکي ادارو کې فساد خلک له حکومت څخه لرې کړي دي.

دوی  چنګاښ په ۲۰مه، په ګردیز ښار کې دیوه خبري کنفرانس پر مهال پکتيا کې د مهمو پروژو د چارو له نه تر سره کېدو هم شکايت وکړ او ويې ويل چې د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال د ځينو پيل شويو رغنيزو پروژو چارې هم نيمګړې پاتې دي.

ځواک منګل د پکتيا په امنيه قومنداني کې د زيات فساد ادعا کوي او وايي چې د لويو لارو، مهمو پوستو او ولسواليو امنيه قومندانان د پيسو په بدل کې په دندو ګمارل کيږي.

منګل زياته کړه:((ځينې قومندانانو موږ ته ويلي چې د پيسو په مقابل کې مقرريږي يا نورو ځايونو ته تبديليږي، مثال يې د پټان، سيدکرم او شواک ولسواليو امنيه قومندانان دي.))

قومي مخور عطا محمد د نظامي ادارو سربېره په ملکي ادارو کې فساد لويه ننګونه بولي، چې په خبره يې د خلکو او دولت تر منځ يې واټن خورا زيات کړی دی.

نوموړی د عايداتي ادارو سربېره په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد مخنيوی اساسي چاره بولي او ټينګار کوي چې په دې برخه کې بايد جدي کار وشي.

ده وويل:((د ولسواليو د قومندانو تقرر او تغير و تبديل د پيسو په مقابل کې کيږي. زه د ملي امنیت له سلاکار له ډاکټر حمدالله محب څخه ګيله او پوښتنه لرم چې پکتيا ته د توجه په ژمنه يې ولې غوږونه کاڼه کړي دي.))

د مبارزو ځوانانو ټولنې غړی محمد ولي قرار وویل  چې پکتيا کې په تېرو دوه لسيزو کې هم کومه لويه پروژه نده پلې شوې او په دې برخه کې د مسولينو ژمنې دروغجنې وې.

نوموړي زیاته کړه : ((زموږ دولت په سر کې داسې څوک نه لري چې امنيتي ادارې همغږې او ملکي ادارې کنټرول کړي او له دې امله مخالفين قوي کيږي..))

يو بل ځوان ابراهيم پښتون وايي چې پکتيا د پرمختيايي چارو له اړخه نه يوازې له لومړي درجه لويو ولايتونو، بلکې له ځينو کوچنيو ولايتونو سره هم د پرتلنې نده او په ګڼو برخو کې محرومه پاتې شوې ده.

بلخوا د پکتيا ولايت امنيه قومندان سمونوال سلطان داود سلطان د ځوانانو يادې ادعاګانې بې بنسټه بولي او وايي که څوک په دې اړوند اسناد لري، عدلي ارګانونو ته دې يې وسپاري.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي په ځينو ادارو کې فساد مني، خو ټينګار کوي چې ولايتي اداره د فساد مخنيوي ته ژمنه ده او په دې برخه کې دوامداره هڅې کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.