ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد: د سیمې او نړۍ هېوادونو استازو د طالبانو له خوا تاوتریخوالی د نه منلو وړ وباله

هېواد: د سیمې او نړۍ هېوادونو استازو د طالبانو له خوا تاوتریخوالی د نه منلو وړ وباله

author avatar
11 Jul 2020 - 15:57
هېواد: د سیمې او نړۍ هېوادونو استازو د طالبانو له خوا تاوتریخوالی د نه منلو وړ وباله
author avatar
11 Jul 2020 - 15:57

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۹) : د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د سیمې او نړۍ هېوادونو د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت، د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب تېره اوونۍ د افغانستان د سولې پروسې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځته کېدو او پیاوړتیا په موخه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره؛ درې څو اړخیزه ناستې جوړې شوې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د چنګاښ په ۲۱مه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ولسمشرغني دې کنفرانس ته په وینا کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې هم سوله او هم بحران، د سیمې پر شرایطو ملموس تاثیرات لري.
هغه زیاته کړه، افغانستان په سیمه کې د مثبت رول لوبولو غوښتونکی دی او هڅه کوي چې په سیمه کې د سوداګرۍ او ترانزیټ د وصل پر ټکي بدل شي.
ګران هېواد وایي، د سیمې او نړۍ هېوادونو د افغانستان د سولې لپاره، په سیمه ییزو او نړیوالو ناستو کې ګډون کوونکو هېوادونو، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي لوړه کچه، د نه منلو وړ وبلله او له طالبانو څخه یې غوښتنه وکړه چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.
هغه وایي : ((د افغانستان د سولې لپاره، په سیمه ییزو او نړیوالو ناستو کې ګډون کوونکو هېوادونو د افغانستان د وروستیو ۱۹ کلنو لاسته راوړنو پر ساتنه ټینګار وکړ او د سولې خبرو اترو کې یې د هغوی د تداوم او پیاوړتیا غوښتنه وکړه.))
د نوموړي په وینا، د یادو کنفرانسونو ګډونوالو د جنیوا په نړیواله ناسته کې چې ژر به تر سره شي؛ د افغانستان له دریځ او غوښتنو څخه هم خپل ملاتړ په ډاګه کړ.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزه ناسته کې دغو هېوادونو یو ځل بیا، د دوامداره همکارۍ او سولې پروسه کې د افغانستان له حکومت څخه د ملاتړ په برخه کې خپلې ژمنې په ډاګه کړې.
هېواد وایي، پاکستان او چین د طالب بندیانو د خلاصون برخه کې د افغانستان حکومت د اقداماتو هرکلی وکړ او د طالبانو له ډلې یې غوښتنه وکړه چې ژره تر ژره تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.