د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل کې د سرو زرو او پټرول تېلو بیې پورته شوې دي

کابل کې د سرو زرو او پټرول تېلو بیې پورته شوې دي

Jul 11, 2020 - 16:55

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۸): کابل ښار کې نن د اوو ورځو مخکې په نسبت د پټرول تېلو او سرو زرو بیې پورته شوې خو د لومړنیو ډېری توکو بیې له کوم تغییر پرته پر خپل ځای پاتې دي.

د ثابت- انلاین خوراکي توکو شرکت یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، نن د تېرې شنبې په څېر پنځوس کیلويي پاکستانۍ بوره په ۲۳۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلويي قزاقي اوړه په ۱۷۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويي پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې ۲۳۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره صدیق غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل شار د منډوي بازار د خوراکي توکو یوه دوکاندار محمد تواب غزنوي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې اوونۍ په څېر ۱۶ لېتره صدیق غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، ۵۰ کیلويي پاکستانۍ بوره په ۲۳۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويي لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې ۲۳۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلويي قزاقي اوړه په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايی چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځینو توکو پرچون بیې د هغو د عمده له بیو سره په ځینو برخو کې ډېر او په ځینو کې لږ توپیر لري.

د کابل ښار د درېیم مکروریان ساحه د خوراکي توکو یوه پلورونکي محمد ذکي وویل چې نن د ۴۹ کیلويي قزاقي اوړو بیه ۱۸۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلويي پاکستانۍ بوره په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويي پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره صدیق غوړي په ۱۸۰۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۳۴۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۶۰ افغانۍ پلوري.

د سرو زور بیه پورته شوې ده

د نرخ طلا و اسعار انلاین پتې د معلوماتو پر اساس، نن د تېرې شنبې په نسبت د یو ګرام عیار عربي سروزرو بیه له ۳۴۰۰ افغانیو څخه ۳۴۵۰ افغانیو ته د یو ګرام روسي عیار سرو زرو بیه له ۳۰۰۰ څخه ۳۰۵۰ افغانیو ته پورته شوې ده.

د سرو زرو پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د طلا د بیې لوړوالی په نړیوالو بازارنو کې د هغې د بیې له لوړېدو سره تړلی دی.

د پټرولو بیه هم پورته شوې ده

د احمدیار کمپنیو ګروپ د معلومات له مخې، نن تېرې شنبې په نسبت د یو لېتر پټرولو بیه له ۳۴ څخه ۳۵ افغانیو ته لوړه شوې خو د یو لېتر ډېزل تېلو بیه د تېرې اوونۍ په څېر په ۳۷ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار د پل پادشاه سیمې یو ګاز پلورونکی ظریف  وايي چې نن د تېرې اوونۍ په څېر یو کیلو ګاز په ۴۵ افغانۍ پلوري.

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت یو څه لوړ تللی

د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیې د معلوماتو له مخې، نن د چنګاښ ۲۱مه د یوه امریکايي ډالر اخیستو بیه په ۷۷،۱۵ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۶۳ افغانۍ بدلېدې.

دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په ۱۳مه د یوه ډالر اخیستو بیه ۷۷،۲۳ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۶۴ افغانیو بدلېدې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan