ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خصوصي ښوونځیو ۵۵زره کارکوونکي د قرنطین له امله بېکاره او بې برخلیکه دي

د خصوصي ښوونځیو ۵۵زره کارکوونکي د قرنطین له امله بېکاره او بې برخلیکه دي

author avatar
12 Jul 2020 - 15:46
د خصوصي ښوونځیو ۵۵زره کارکوونکي د قرنطین له امله بېکاره او بې برخلیکه دي
author avatar
12 Jul 2020 - 15:46

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۹): په هېواد کې د ۲۵۰۰ خصوصي ښوونځيو په تړل کېدو سره شاوخوا ۵۵زره کسان بې روزګاره شوي او نور کارونه یې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړي .

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په ټول هېواد کې خصوصي او دولتي ښوونیز مراکز تړلي دي.

پرون د کرونا پر وړاندې د مبارزې بېړنۍ کمېټې د ښوونیزو مرکزونو د تړل کېدو پرېکړه د راتلونکې زمري میاشتې تر ۱۵مې پورې وغځوله.

د افغانستان د خصوصي ښوونيزو مرکزونو ټولنې د چنګاښ په ۲۲مه په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې په هېواد کې په ۲۵۰۰ ښوونځيو کې ۵۵۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې خو د ښوونځيو په تړل کېدو سره یې کار په ټپه ولاړ دی.

د خصوصي ښوونځيو ټولنې مشر سيد داوود باور وویل چې دوی خصوصي پوهنتونونه او ښوونځي د سوداګرۍ لپاره نه دي پرانيستي، بلکې غواړي چې هغو زده کوونکو او محصلینو ته د زده کړې زمینه برابره کړي چې حکومت یې د جذب ظرفیت نه لري.

هغه زیاته کړه، دا ډول تورونه چې دوی سوداګري کوي، د حکومت ځيني خلک د دې لپاره پر دوی تور پورې کوي څو خپلې غلاوې او فساد پټ کړي .

باور وویل، ولسمشر غني، پوهنې او د لوړو زده کړو وزارتونو د قرنطين په پيل کې ژمنه کړې وه چې د انلاين زده کړو لپاره وړيا انټرنېټ ورکوي، خو تر اوسه يې دغه کار هم نه دی کړی، بلکې د انټرنېټ بیې یې نورې هم لوړې کړې.

هغه وایي: ((د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه هېڅ پلان نه درلود خو موږ وتوانېدو چې پوهنې وزارت ته په سلګونو زده کړيیز کليپونه ورکړو. دغه پروګرام زموږ د درېيو مياشتو لپاره وو خو په دې درېيو مياشتو کې زموږ هيڅ ملاتړ ونه.))

باور وایي چې دوی دغه راز د اپلکېشن او د خواله رسنيو له لارې په غير حضوري توګه درسونه ورکړل.

ده همداراز وويل، کله چې د قرنطين موده بيا ځلې زياته شوه، دوی حکومت ته د ښوونيز مرکزونه له ستونزو څخه د را ايستلو  لپاره یوه  طرحه ورکړه او ويې غوښتل چې يوازې د ښوونکو معاش ورکړي خو هغه هم ورنه کړل شو او د اوو مياشتو لپاره ښوونکي بې سرنوشته شول.

د خصوصي ښوونیزو مرکزونو ټولنې مشر وایي، د هغو بنسټونو په پرتله چې د قرنطين هېڅ يو شرط پر ځان نه عملي کوي، د هغوی دروازې خلاصې دي خو دوی چې د وقايوي تدابيرو لس شرطونه (ماسک، دستکش، ضد عفوني، د لاسو مينځل، له ټولېدو مخنيوی، په صنف کې دوه متره فاصله، د ترانسپورټ نه کارول، د زده کړيالانو د راتلو په وخت کې د ټولېدنې مخنيوی) په پام کې نیسي خو بيا هم ورته د فعاليت اجازه ورنه کړل  شوه.

باور وویل چې حکومت له ښوونځیو سره ستونزه لري؛ ځکه يې د قرنطين په ختمېدو سره هم د دوی د ښوونيزو مرکزونو دروازې تړلې او دوی دغه کار يوازې له نړيوالو څخه د مرستو ترلاسه کولو په موخه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.