ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات خلکو د عامې روغتیا وزارت د فساد غبرګون کې لاریون وکړ

د هرات خلکو د عامې روغتیا وزارت د فساد غبرګون کې لاریون وکړ

author avatar
12 Jul 2020 - 17:05
د هرات خلکو د عامې روغتیا وزارت د فساد غبرګون کې لاریون وکړ
author avatar
12 Jul 2020 - 17:05

 

هرات (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۹): د هرات سلګونو اوسېدونکو او روغتیایي رضاکارانو نن د دغه ولایت د مقام ودانۍ مخې ته لاریون وکړ.

دغه شمېر هېوادوالو او د عامې روغتیا رضاکارانو د عامې روغتیا وزارت د سرپرست له خوا په کابل کې د افغان- جاپان روغتون رضاکارانو ته د توهین او د هغوی د اخراج د اقدام له امله د هرات ولایت د مقام ودانۍ مخې پراخ لاریون وکړ.

هغوی د “یا بښنه یا استعفا، بې کفایته وزیر” په شعارونو ادعا کوله چې په وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت فساد ته د لار هواري لپاره په شپه کې د افغان- جاپان روغتون ته دننه شوي او په توهین امېز ډول یې د افغانستان اسلامي طبی انجمن د رضاکارانو ټېم له روغتون څخه ایستلی دی.

دغه لاریون کوونکي ادعا کوي چې دغه اقدام د عامې روغتیا وزارت او د افغانستان د اسلامي طبي انجمن ترمنځ د هوکړې خلاف دی او کولای شي د رضاکارانو روحیې ته زیان ورسوي.

د لاریونکوونکو په وینا، د هوکړې پر اساس، د افغانستان د اسلامي طبي انجمن رضاکارانو ټېم تر درېیو میاشتو قرارداد درلود، خو د وزارت سرپرست د وسلې په زور او سپک ډول هغوی اخراج کړل.

د دغه لاریون یوه ترسره کوونکي بصیراحمد دانشیار وویل، د عامې روغتیا وزارت د سرپرست دغه اقدام د رضاکارانو کاري روحیې ته جدي زیان رسوي.

هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا د سرپرست وزیر په توګه د احمد جواد عثماني له ګومارنې وروسته د فساد او پاکستان ته د وينټلاټورونو د قاچاق ډېر تورونه لګېدلي او د افغان- جاپان له روغتونه د رضاکارانو د ټېم له اخراج سره فساد ته نوره هم لاره هوارېږي.

نوموړي ګواښ وکړ: «که د عامې روغتیا سرپرست د افغانستان له رضاکارانو بښنه ونه غواړي، موږ د خپلو پراخو لایونونو په وسیله هغه استعفا ته اړ کوو.»

په دغه لاریون کې یوه معترض محمد عسی وویل چې د افغانستان د رضاکارانو د حیثیت د اعادې لپاره یې لاریون کړی دی.

هغه ګواښ کوي چې که له رضاکارانو بښنه ونه غوښتل شي، تر دې به په پراخو لاریونونو لاس پورې کړي.

یوه مدني فعال او لاریونکوونکي ګواښ کوي چې رضاکارانه فعالیتونو ته د زیان رسېدو مخنیوي په موخه خپلو غوښتنو ته تر رسېدو به د عدالت غوښتنه کوي.

دغه معترضان ټینګار کوي، کره اسناد په لاس کې لري چې د عامې روغتیا وروستی اقدام د تړون خلاف او په زور ترسره شوی دی.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویانده معصومه جعفري د رضاکارانو اجراج ردوي او پژواک ته یې وویل چې د عامې روغتیا وزیر له رضاکارانو سره په ناسته کې له هغوی غوښتي چې هغوي هم کولای شي د تازه ټېم ترڅنګ دندې ترسره کړي.

هغه وایي چې که معترضان د فساد برابرلو او کرونا بودجې د حیف او میل په اړه اسناد لري، وړاندې یې دې کړي، هغوی به ځواب ویونکي وي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.