ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وينټلاټورونو څار: د میدان وردګو لپاره دوه وينټلاټورونه په څه باندې یو میلیون افغانۍ لوړه بیه پېرل شوي

د وينټلاټورونو څار: د میدان وردګو لپاره دوه وينټلاټورونه په څه باندې یو میلیون افغانۍ لوړه بیه پېرل شوي

author avatar
12 Jul 2020 - 13:04
د وينټلاټورونو څار: د میدان وردګو لپاره دوه وينټلاټورونه په څه باندې یو میلیون افغانۍ لوړه بیه پېرل شوي
author avatar
12 Jul 2020 - 13:04

کابل(پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۹):د پژواک موندنې ښیي چې میدان وردګو کې له کرونا سره د مبارزې لپاره د وينټلاټورونو په ګډون ځیني نور طبي او خوراکي توکي په ټولیز ډول د بازار له نرخه شاوخوا ۲،۳ میلیونه افغانۍ په لوړه بیه پېرل شوي دي.

په دغو توکو کې دوه وينټلاټورونه، شپږ قلمه نور طبي او پنځه قلمه خوراکي توکي شامل دي.

د ميدان وردګو ولايتي شورا غړي ډاکټر عصمت الله عاصم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولایت له کرونا ویروس سره د مبارزې ولایتي کمېټې طبي توکي د ولايتي شورا د روغتيايي کمېټې له خبرولو پرته پېرلي چې ډېر يې په لوړه بيه اخيستل شوي او ځينې يې مستعمل هم دي.

هغه وایي چې ده له کرونا سره د مبارزې ولایتی کمېټې له خوا د پېرل شویو دغو توکیو نرخ له بازار څخه هم اخستی او ښیي چې د دغو توکیو په پېرلو کې«غبن» شوی.

هغه په یاد ولایت کې له کرونا سره د مبارزې ولایتي کمېټې له خوا له «شاکر احمدزي» شرکت څخه د پېرل شوو توکواو دغه راز د هغه نرخ اخیستنې د سندونو کاپیانې پژواک ته ورکړې چې ده له دوو (اسیا فارما او صحت اندېشه) شرکتونو ترلاسه کړې دي.

وينټلاټورونه

دیادو سندونو له مخي،له کرونا سره د مبارزې ولایتي کمېټې یو وينټلاټورپه ۱۵۴۰۰۰۰افغانۍ پېرلی، خو اسیا فارما شرکت د دې لپاره ۱۱۴۷۵۰۰افغانۍ او صحت اندېشه شرکت۹۲۲۷۲۰۰ افغانۍ نرخونه ورکړي دي.

د اسیا فارما او صحت اندېشه شرکتونو د بیو منځنۍ کچې ته په پام، یاد دوه وينټلاټورونه په ټولیز ډول د بازار له نرخه څه باندې یو میلیون افغانۍ په لوړه بیه اخيستل شوي دي.

عاصم وايي:”موږ ولاړو، د نورو توکو ترڅنګ مو د وينټلاټورونو د بيو پوښتنه هم وکړه، البته د هغه ماډل وينټلاټورونو بيه مو واخیسته، کوم چې د عامې روغتيا رياست پېرلي… چې له ورايه فساد او غبن په کې ښکاري.”

د ميدان وردګو د عامې روغتيا ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې پنځه وينټلاټورونه دي چې ټول یې فعال دي او د یوه یې یواځې پیپ لیک شوی دی.

سرچینه زياتوي، له يادو پنځو ونټلاټورونو دوه يې پخواني دي چې د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د سويډن له کمېټې سره مرسته کړيوو او سويډن کمېټې ياد روغتون ته ورکړي دي.

د سرچینې په وینا، درې نور وينټلاټورونه دغه ولایت ته له کرونا ویروس سره د مبارزې له ځانګړو شوو پیسو پېرل شوي چې یو یې د ماشومانو او دوه یې د لویانو لپاره دي.

شپږ قلمه نور توکي

له کرونا سره د مبارزې لپاره د ولایتي کمېټې له خوا د پېرل شوو یادو توکو بیې او دغه راز د اسیا فارما او صحت اندېشه شرکتونو له خوا ورکړل شوو بیو منځنۍ کچه ښیي چې شپږ قلمه نور توکي هم په ټولیز ډول څه باندې ۹۰۰زره افغانۍ د بازار له نرخه په لوړه بیه پېرل شوي دي.

سندونه ښیي چېپه یاد ولایت کېله کرونا سره د مبارزې ولایتي کمېټې یو چپرکټ په ۲۴۰۰۰ افغانۍ، یو مایکرولب په ۲۶۰۰۰۰ افغانۍ، يو سټبلایزر په ۲۰۰۰۰ افغانۍ، د الټراسونډ يو ماشين په ۳۰۱۴۵۵ افغانۍ، د اېکسرې يو ماشين په ۸۹۹۱۶۰ افغانۍ او يو مایکروسکوپ په ۱۵۵۹۰۰ افغانۍ پېرلي دي.

خو د اسیا فارما او صحت اندېشه شرکتونو له خوا ورکړل شوو بیو منځنۍ کچه ښيي چې يو چپرکټ په۲۳۳۵۸ افغانۍ، يو مايکرولب په۱۵۶۸۵۰افغانۍ، يو سټبلایزر په۱۸۶۵۰ افغانۍ، د التراسونډ يو ماشين په۱۹۱۰۰۰ افغانۍ، د اېکسرې يو ماشين په ۶۵۲۲۰۰ افغانۍ او یو مایکروسکوب په ۷۸۴۲۰ افغانۍ پېرل کېدای شي.

عصمت الله عاصم وایي چې له کرونا سره د مبارزې لپاره د ولایتي کمېټې له خوا د پېرل شوو چپرکټونو کیفیت ډېر ټیټ دی او ده چې د کومو چپرکټونو نرخ اخیستی د هغو کیفیت ترې لوړ دی.

هغه زياتوي، د اخیستل شویو دوو الټراسونډ ماشینونو څخه يو يې مستعمل دی او دغه راز له څلورو اخيستل شويو ستبلایزرونو دوه يې مخکې استعمال شوي ماشینونه دي.

د ده په وينا، تر ټولو “دردوونکې خبره داده” چې تر اوسه هم له یادو پېرل شوو توکو ګټه نه ده اخيستل شوې او حسابونه يې هم نه دي تصفيه شوي.

د عامې روغتیا رياست مشر ډاکتر محمد سالم اصغرخېل د بيو لوړوالي په اړه پژواک خبري اژانس وويل:”منم چې ځيني توکي په لوړه بيه اخيستل شوي، دوه لاملونه دي، يو دا چې هغه مهال بېړنی حالت و، په بازار کې هېڅ ثبات نه و موجود او د ټولو طبي توکو بيه لوړه وه او دويم دا، کوم مواد چې په فردي ډول اخيستل کېږي له هغو موادو چې له دولتي پروسيجرونو اخيستل کېږي، فرق لري؛ ځکه په دولتي پروسيجرونو کې بېلابېل ټکسونه شامل دي چې بايد ورکړل شي.”

دی وايي:”ټول توکي په هغې ځانګړتيا اخيستل شوي کوم چې موږ ورته ويلي وو، زه يې د کيفيت، اصليت او ښه والي ضمانت کوم؛ ځکه دغه توکي زموږ د رياست لپاره اخيستل شوي او بايد خلک ورنه ګټه واخلي.”

خو دی زیاتوي چې دغه توکي له کرونا ويروس سره د مبارزې ولايتي کمېټې چې د عامې روغتیا ریاست یې یو غړی دی، پېرلي او د بيو څرنګوالی یې په همدې کمېتې پورې اړه لري.

هغه زياته کړه، يوازې د الټراسونډ يو ماشين دوی ته مستعمل ښکاره شو چې هغه يې تبديل کړی او نور هېڅ توکي مستعمل نه دي اخيستل شوي.

اصغرخېل د چپرکټونو په اړه وویل:”چپرکټونه يوازې نه دي، له دې سره دوشک، بالښت، روی جايي، کوچنۍ المارۍ او سېروم د بندولو پايه موجود دي، چپرکټونه مې لس ځله ور رد کړل، وروسته مې يو نمونه ورکړه چې بايد د هغې مطابق وي؛ او د هغې نمومې مطابق يې راوړل او ومنل شول.”

په لوړه بیه پېرل شوي خوراکي توکي

معلومات ښیي چې پنځه قلمه خوراکي توکي هم په ټولیږ ډول د بازار له نرخه په شاوخوا ۴۱۷زره افغانۍ لوړه بیه پېرل شوي دي.

سند ښيي چې په میدان وردګو کې د روان کال په وري میاشت کې پر کرونا د اخته کسانو له کورنیو سره زر بورۍ اوړه، هروه بورۍ په ۱۸۵۰ افغانۍ، زر بورۍ وريځې، ره بورۍ په ۲۳۰۰ افغانۍ، ۱۰۰۰ پنځه لېتره بوتله غوړي، هربوتل په ۷۰۰ افغانۍ، پنځه سوه منه بوره، هر من په ۳۶۰ افغانۍ او زر کيلو شين چای، هر کيلو په ۳۴۰ افغانۍ پېرل شوي دي.

خو د پژواک خبري اژانس د روان کال د وري میاشتې اقتصادي راپور ښيي چې په دې مياشت کې يوه بورۍ اوړه په ۱۹۰۰ افغانۍ، يوه بورۍ وريجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، پنځه لېټره غوړي په ۴۰۶ افغانۍ، يو من بوره په ۲۹۳ افغانۍ او يو کيلو شين چای په ۳۰۰ افغانۍ پلورل کېدل.

د ولايتي شورا غړی عاصم هم وایي چې د دغو توکو په پېرلو کې اختلاس شوی دی.

دی زياتوي:”د مثال په ډول پنځه لېټره اوبلن غوړي هر بوتل په ۷۰۰ افغانۍ اخيستل شوي، دا په داسې حال کې ده چې هغه مهال هر بوتل په پرچون ډول په ۴۰۰، ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېدلؤ دا خو بيا عمده وو او ۱۰۰۰ بوتله وو.”

دی زياتوي:”کله مو چې د خوراکي توکو پر بيو او کيفيت له چارواکو سره خبرې وکړې،تر ډېر جر او بحث وروسته يې وويل چې دوی به د ۳۰۰زره افغانيو په ارزښت ۵۰ کورنيو لپاره نور توکي واخلي.”

مدني فعال اجمل ستانکزی وايي:”متاسفانه داسې څوک زموږ په ولايت کې نشته چې له غلو چارواکو پوښتنه وکړي چې کوم مواد دې د چا په مشوره او د چا تر نظارت لاندې واخيستل؛ څو محدود کسان په کې شريکان دي او خپلې غلاوې کوي.”

هغه د ميدان وردګو پر خلکو غږ وکړ چې خپل حق دې «د ظالم له خولې راوباسي.»

دهپر حکومت غږ وکړ چې په میدان وردګو ولايت کې د ځایي چارواکو له خوا په لوړه بیه د توکو د پېر په اړه وپوښتي او دغه موضوع دې په جدیت سره وڅېړي.

د میدان وردګو د عامې روغتیا مشر وایي چې د خوراکي توکو پېرلو موضوع په ده پورې اړه نه لري؛ ځکه چې دی د خوراکي توکو پېرلو کمېټه کې نه و.

پژواک بیا بیا هڅّه وکړه چې د یادو طبي او نورو توکو په لوړه بیه د پېرلو په اړه د یاد ولایت د والي له ویاند سره خبرې وکړي، خو اړیکه یې ځواب نه کړه.

دغه راز د پژواک اړیکه ددغه ولایت له کرونا سره د مبارزې له مشر سره هم ټینګه نه شوه.

د پژواک د وينټلاټورونو د څارنې لړۍ اووم راپور

Visits: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.