کابل(پژواک،۲۲ چنګاښ ۹۹): د "کابل ښاروالۍ پولیسو" ځانګړې قطعې له لغوه کېدو سره د لوړپوړو او غیرقانوني ودانیو جوړېدو او ښاري ګڼې ګوڼې د مخنیوي مسوولیت د کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شو.
د یادونې ده چې تېر کال د قوانینو او مقرراتو تنفیذ کې د همکارۍ، له ښاري سرغړونو د مخنیوي، د خپلسرو ودانیو جوړولو او د ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه د کابل ښاروالۍ په چوکاټ کې د پولیسو ځانګړې قطعه رامنځته شوه.
دغه قطعه د ۴۰۹ افسرانو، ساتنمنانو او سرتېرو په شمېر د کابل په امنیې قوماندانۍ کې تشکیل او توضیف شوه.
د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي رییس نعمت الله بارکزي نن پژواک خبري اژونس ته وویل چې دغه قطعه د کابل ښاروالۍ د لیدلوري، د امنیت شورا د پرېکړې او ولسمشر د حکم پر اساس لغوه شوې ده.
هغه وایي چې مخکې د غیرقانوني لوړپوړو ودانیو او ښاري ګڼې ګوڼې د مخنیوي مسوولیت د کابل ښاروالۍ پرغاړه وو خو د دې قطعې په لغوه کېدو دغه مسوولیت کورنیو چارو وزارت ته ولېږدول شو.
هغه زیاته کړه چې د کابل ښاروالي به په دې اړه له کورنیو چارو وزارت سره همکاره او همغږې وي.
بارکزی په کابل ښاروالۍ کې د فساد د شتون په اړه وایي: «د اداري فساد موضوع نه رد او نه تاییدوم، دا موضوع مو تر څېړنو لاندې ده»
په همدې حال پژواک ونه شو کولای پر پرله پسې اړیکو سربېره د کورنیو چار وزارت نظر ترلاسه کړي خو د کورنیو چارو وزارت یوې مطبوعاتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط د ځانګړې قطعې لغوه کېدل تایید کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن