ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز کروندګر: سږکال د خټکيو حاصلات زیات دي

د کندوز کروندګر: سږکال د خټکيو حاصلات زیات دي

author avatar
12 Jul 2020 - 17:02
د کندوز کروندګر: سږکال د خټکيو حاصلات زیات دي
author avatar
12 Jul 2020 - 17:02

کندوز ښار (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٩): د کندوز يو شمېر کروندګر وايي چې سږکال يې د خټکيو د حاصلاتو کچه لوړه شوې، خو د خرڅلاو لپاره يې اړين بازار نشته دى.

دغه کروندګر وايي چې تېرکال د ځينو نارغيو له امله يې د خټکيو د حاصلاتو کچه ټېټه وه.

د اړوندې موضوع په اړه د چهاردرې ولسوالۍ يو تن کروندګر جبار د چنګاښ په ٢٢ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېرکال يې د خټکيو له يوه جريب څخه ٣٠ زره افغانۍ ترلاسه کړې وې، خو سږکال يې د هر جريب پر سر پنځوس زره افغانۍ اخيستې دي.

هغه وايي: ((د خټکي مچ پروسږکال خټکي خراب کړي وو، نو ځکه حاصلات هم ښه نه و، نو ځکه بيا سږکال خلکو په لږو ځمکو کې کرلي دي خو بيا حاصلات ډېر ښه دي او دا په پنځوس زره يې چې خرڅوو او ډېرې پيسې مو پرې لګوي لږه ګټه موږ ته پاتې کيږي.))

دغه راز د علي اباد ولسوالۍ يو تن کروندګر رحمت الله هم پژواک ته وويل چې د خټکيو د حاصلاتو کچه لوړه ده خو زياتوي چې د خرڅلاو د بازار نشتون په اندېښنه کې کړى دى.

ده زياته کړه: (( زحمت يې ډېر دى، خو دومره ګټه نه لري او بل بازار هم ورته نشته دى او حکومت په دغه برخه کې همکاري هم نه کوي.))

دغه کروندګر وايي چې حکومت بايد له دوى سره د خټکيو د کر په وخت کې د درملو مرسته وکړي ترڅو دوى زيانمن نه شي.

خټکي هر کال د وري په مياشت کې کرل کيږي او د چنګاښ په مياشت کې حاصلات يې ترلاسه کيږي.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د کرنې رييس هادي قرلق پژواک ته وويل چې سږکال د دغه ولايت په مرکز، چهادره، علي اباد او خان اباد ولسواليو په ١١١ زره هکټاره ځمکه کې خټکي کرل شوي دي.

هغه زياتوي: ((زموږ د معلوماتو او سروې له مخې سږکال د خټيکو د حاصلاتو کچه د تېرکال په پرتله اته سلنه ډېره ده.))

قرلق وايي چې سږکال يې په وخت کروندګرو ته د خټکيو د ناروغيو ضد درمل ورکړي دي نو ځکه يې حاصلات هم ښه دي.

هغه خټيکو ته د بازار موندنې په اړه وويل چې د کندوز خټکي د پلازمېنې کابل ترڅنګ، بدخشان، خوست، پکتيا، ننګرهار، لغمان او ځينو نورو ولايتونو ته صادريږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.