ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“روسیه دې په افغانستان کې د جنګي ډلو له مشورتي او نظامي ملاتړه لاس واخلي”

“روسیه دې په افغانستان کې د جنګي ډلو له مشورتي او نظامي ملاتړه لاس واخلي”

author avatar
12 Jul 2020 - 17:56
“روسیه دې په افغانستان کې د جنګي ډلو له مشورتي او نظامي ملاتړه لاس واخلي”
author avatar
12 Jul 2020 - 17:56

کندهار (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۹): د کندهار دیني عالمان او مدني فعالان وايي، روسیې یو ځل بیا په افغانستان کې په غیر مستقیمه توګه لاسوهنه پیل کړې ده چې دوی یې په کلکه غندي.

د کندهار یو شمېر دیني عالمانو او مدني فعالانو دغه څرګندونې په کندهار پریس کلب کې جوړې شوې خبري غونډې ته وکړې.

دیني عالمانو او مدني فعالانو په دې غونډه کې د سولې په ملاتړ او د روسیې د لاسوهنې په اړه څرګندونې وکړې.

د کندهار دیني عالم مولوي عبدالغني د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د جګړې پر ځای د سولې د ټینګښت لپاره کار وکړي.

هغه زیاته کړه، د روسیې په ګډون یو شمېر ګاونډي هېوادونه په افغان سوله کې لاسوهنې کوي او دلته د جګړې دوام غواړي.

د کندهار بل دیني عالم مولوي نعمت الله نعماني وویل، په افغانستان کې له ننګونو سربېره د سولې لپاره فرصت برابر شوی که ولسمشر، عبدالله عبدالله او طالبان له دې فرصته سمه ګټه پورته نه کړي نو ټول به له یوې مخې له منځه لاړ شي.

هغه پر افغانانو غږ وکړ چې په خپل یووالي سره په هېواد کې سوله ممکنه کړي او د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنې مخنیوی وکړي.

قومي مشر محمد عمر ساطع هم په افغان سوله کې د روسیې په ګډون د ګاونډيو هېوادونو پر منفي رول اندېښنه وښوده او له هغوی یې وغوښتل چې د خپلو او د سیمې هېوادونو د هر اړخیزو ګټو په خاطر په افغان سوله کې خپله رښتینولي ثابته کړي.

د کندهار د مدني ټولنو په استازولۍ حکمت الله افغان تر ډېره په افغان سوله کې د روسیې پر رول تمرکز وکړ او دغه هېواد یې د جنګي ډلو په همکارۍ تورن کړ.

هغه زیاته کړه، روسیې ژمنه کړې وه چې په افغان سوله کې به بې طرفه پاتې کېږي خو داسې ښکاري چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنې ته دوام ورکوي.

دی وايي، که روسیه فکر کوي په افغانستان کې به د امریکا ځایناستې وي، نو دا تجربه یې یو ځل کړې ده او هغوی یې پایله لیدلې ده.

نوموړی وايي، افغانان له جګړې ستړي دي، روسیې ته په کار ده چې د جنګي ډلو د حمايې پر ځای له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.