کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۹): د ولسمشر ویاند وایي چې د وسله والو طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتېدل د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو پر وړاندې د افغانانو او نړیوالې ټولنې هیلې زیانمنې کړې دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چنګاښ په ۲۲مه په ټولنیزه شبکه ټویټر کې لیکلي چې طالبان په دې وروستیو کې په ښارونو کې تاوتریخوالی زیات کړی، پر امنیتي ځواکونه بریدونه کوي، په لویو لارو کې چاودنې کوي چې ډېری قربانیان یې ملکي وګړي دي.
د صدیقي په وینا، دغه راز طالبان په دې وروستیو کې هدفي وژنې هم زیات کړې او دولتي کارکوونکي په نښه کوي.
د ولسمشر ویاند ویلي، د طالبانو دغه کړنې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو پر وړاندې د افغانانو او نړیوالې ټولنې هیلې زیانمنې کړې دي.
صدیقي وایي، اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې وسله وال طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې له واقعي پروسې سره یو ځای شي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پرون په غزني ولایت کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه کې ۱۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه راز حکومتي سرچینو ویلي چې پرون په میدان وردګو ولایت کې هم د طالبانو په یوه برید کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
بلخوا د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي چې د ترهګرو ډلو له لوري د افغانستان د ښځو، ماشومانو، مسافرینو او بېګناه خلکو په نښه کول، نه بښل کېدونکی جنایت دی او دا څرګندوي چې دغه ډلې د ډار او وحشت رامنځته کولو لپاره له هېڅ راز کړنو ډډه نه کوي.
هغه زیاته کړې چې طالبانو د افغانستان په زیات شمېر سیمو کې د افغانانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی او د مخامخو خبرو چارې یې له ځنډ او خنډ سره مخ کړې دي.
د ملي امنیت شورا پرون ویلي وو چې وسله والو طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې ۶۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
خو د طالبانو ویاند ذبیح ا لله مجاهد د حکومت دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دوی تېره اوونۍ هېڅ ملکي وګړي نه دي وژلي.
هغه ادعا کړې چې حکومتي یواځې په هلمند ولایت کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن