د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خصوصي ښوونځیو ۵۵زره کارکوونکي د قرنطین له امله بېکاره او بې برخلیکه دي

د خصوصي ښوونځیو ۵۵زره کارکوونکي د قرنطین له امله بېکاره او بې برخلیکه دي

Jul 12, 2020 - 15:46

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۹): په هېواد کې د ۲۵۰۰ خصوصي ښوونځيو په تړل کېدو سره شاوخوا ۵۵زره کسان بې روزګاره شوي او نور کارونه یې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړي .

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په ټول هېواد کې خصوصي او دولتي ښوونیز مراکز تړلي دي.

پرون د کرونا پر وړاندې د مبارزې بېړنۍ کمېټې د ښوونیزو مرکزونو د تړل کېدو پرېکړه د راتلونکې زمري میاشتې تر ۱۵مې پورې وغځوله.

د افغانستان د خصوصي ښوونيزو مرکزونو ټولنې د چنګاښ په ۲۲مه په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې په هېواد کې په ۲۵۰۰ ښوونځيو کې ۵۵۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې خو د ښوونځيو په تړل کېدو سره یې کار په ټپه ولاړ دی.

د خصوصي ښوونځيو ټولنې مشر سيد داوود باور وویل چې دوی خصوصي پوهنتونونه او ښوونځي د سوداګرۍ لپاره نه دي پرانيستي، بلکې غواړي چې هغو زده کوونکو او محصلینو ته د زده کړې زمینه برابره کړي چې حکومت یې د جذب ظرفیت نه لري.

هغه زیاته کړه، دا ډول تورونه چې دوی سوداګري کوي، د حکومت ځيني خلک د دې لپاره پر دوی تور پورې کوي څو خپلې غلاوې او فساد پټ کړي .

باور وویل، ولسمشر غني، پوهنې او د لوړو زده کړو وزارتونو د قرنطين په پيل کې ژمنه کړې وه چې د انلاين زده کړو لپاره وړيا انټرنېټ ورکوي، خو تر اوسه يې دغه کار هم نه دی کړی، بلکې د انټرنېټ بیې یې نورې هم لوړې کړې.

هغه وایي: ((د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه هېڅ پلان نه درلود خو موږ وتوانېدو چې پوهنې وزارت ته په سلګونو زده کړيیز کليپونه ورکړو. دغه پروګرام زموږ د درېيو مياشتو لپاره وو خو په دې درېيو مياشتو کې زموږ هيڅ ملاتړ ونه.))

باور وایي چې دوی دغه راز د اپلکېشن او د خواله رسنيو له لارې په غير حضوري توګه درسونه ورکړل.

ده همداراز وويل، کله چې د قرنطين موده بيا ځلې زياته شوه، دوی حکومت ته د ښوونيز مرکزونه له ستونزو څخه د را ايستلو  لپاره یوه  طرحه ورکړه او ويې غوښتل چې يوازې د ښوونکو معاش ورکړي خو هغه هم ورنه کړل شو او د اوو مياشتو لپاره ښوونکي بې سرنوشته شول.

د خصوصي ښوونیزو مرکزونو ټولنې مشر وایي، د هغو بنسټونو په پرتله چې د قرنطين هېڅ يو شرط پر ځان نه عملي کوي، د هغوی دروازې خلاصې دي خو دوی چې د وقايوي تدابيرو لس شرطونه (ماسک، دستکش، ضد عفوني، د لاسو مينځل، له ټولېدو مخنيوی، په صنف کې دوه متره فاصله، د ترانسپورټ نه کارول، د زده کړيالانو د راتلو په وخت کې د ټولېدنې مخنيوی) په پام کې نیسي خو بيا هم ورته د فعاليت اجازه ورنه کړل  شوه.

باور وویل چې حکومت له ښوونځیو سره ستونزه لري؛ ځکه يې د قرنطين په ختمېدو سره هم د دوی د ښوونيزو مرکزونو دروازې تړلې او دوی دغه کار يوازې له نړيوالو څخه د مرستو ترلاسه کولو په موخه کوي.

د هغه په وینا، که حکومت په دې برخه کې د دوی غوښتنې ونه مني، تر هغه په مدني حرکتونو لاس پورې کوي څو چې يې حق نه وي ورکړل شوی.

همداراز د ښوونيزو مرکزونو ټولنې  یو بل مشر سنجر خالد وويل چې ښوونځیو دروازې دې نورې پرانيستل شي؛ ځکه هغه موده چې دوی ټاکلې وه، پوره شوې ده.

هغه وویل، که دولتي ښوونيز مرکزونه نه شي کولی زده کړې پيل کړي، دوی کولی شي او وړتيا یې هم  لري چې د تدابيرو په پام کې نيولو سره بيا زده کړې پيل کړي.

د يادې ټولنې بل غړی سيد نويد اميري  وویل چې په هېواد کې نور ټول عامه مرکزونه، تجارتي مرکزونو، تفریحي ځايونه او عامه ترانسپورټ  له قرنطينه خلاص دي، خو یواځې ښوونځي یې تړلي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan