د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"روسیه دې په افغانستان کې د جنګي ډلو له مشورتي او نظامي ملاتړه لاس واخلي"

"روسیه دې په افغانستان کې د جنګي ډلو له مشورتي او نظامي ملاتړه لاس واخلي"

Jul 12, 2020 - 17:56

کندهار (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۹): د کندهار دیني عالمان او مدني فعالان وايي، روسیې یو ځل بیا په افغانستان کې په غیر مستقیمه توګه لاسوهنه پیل کړې ده چې دوی یې په کلکه غندي.

د کندهار یو شمېر دیني عالمانو او مدني فعالانو دغه څرګندونې په کندهار پریس کلب کې جوړې شوې خبري غونډې ته وکړې.

دیني عالمانو او مدني فعالانو په دې غونډه کې د سولې په ملاتړ او د روسیې د لاسوهنې په اړه څرګندونې وکړې.

د کندهار دیني عالم مولوي عبدالغني د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د جګړې پر ځای د سولې د ټینګښت لپاره کار وکړي.

هغه زیاته کړه، د روسیې په ګډون یو شمېر ګاونډي هېوادونه په افغان سوله کې لاسوهنې کوي او دلته د جګړې دوام غواړي.

د کندهار بل دیني عالم مولوي نعمت الله نعماني وویل، په افغانستان کې له ننګونو سربېره د سولې لپاره فرصت برابر شوی که ولسمشر، عبدالله عبدالله او طالبان له دې فرصته سمه ګټه پورته نه کړي نو ټول به له یوې مخې له منځه لاړ شي.

هغه پر افغانانو غږ وکړ چې په خپل یووالي سره په هېواد کې سوله ممکنه کړي او د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنې مخنیوی وکړي.

قومي مشر محمد عمر ساطع هم په افغان سوله کې د روسیې په ګډون د ګاونډيو هېوادونو پر منفي رول اندېښنه وښوده او له هغوی یې وغوښتل چې د خپلو او د سیمې هېوادونو د هر اړخیزو ګټو په خاطر په افغان سوله کې خپله رښتینولي ثابته کړي.

د کندهار د مدني ټولنو په استازولۍ حکمت الله افغان تر ډېره په افغان سوله کې د روسیې پر رول تمرکز وکړ او دغه هېواد یې د جنګي ډلو په همکارۍ تورن کړ.

هغه زیاته کړه، روسیې ژمنه کړې وه چې په افغان سوله کې به بې طرفه پاتې کېږي خو داسې ښکاري چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنې ته دوام ورکوي.

دی وايي، که روسیه فکر کوي په افغانستان کې به د امریکا ځایناستې وي، نو دا تجربه یې یو ځل کړې ده او هغوی یې پایله لیدلې ده.

نوموړی وايي، افغانان له جګړې ستړي دي، روسیې ته په کار ده چې د جنګي ډلو د حمايې پر ځای له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

د غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک هم وړاندې شو چې په کې د افغانستان په چارو کې د روسیې لاسوهنه په سختو ټکو غندل شوې وه.

په پرېکړه لیک کې راغلي وو چې روسیه دې د جنګي ډلو له مشورتي او نظامي ملاتړ څخه لاس واخلي او پر ځای دې یې په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره مثبت رول ولوبوي، ځکه افغان سوله د ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ په خپله د روسیې ګټې هم تضمینوي.

د پرېکړه لیک په حواله که روسان غواړي د داعش له راتلونکې فتنې څخه خپل ولس او ګاونډي هېوادونه وژغوري نو د جنګي ډلو پلوي دې پرېږدي او پر ځای دې یې د افغان دولت او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي، که په هېواد کې نظام او قوي ځواک نه وي نو ترهګري او جګړه به د دوی دروازې هم ور وټکوي.

په کندهار کې دغه لومړی ځل دی چې د روسیې ورستیو سیاستونو او کړنو ته غبرګون ښودل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اړه د دغه هېواد د پالیسیو او کړنو په اړه نیوکې ډېرې شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan