اسعد اباد (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۹) : په کونړ ولایت کې د یوه سوله ییز لاریون په ترڅ کې دیني علماوو او د جګړې قربانیانو له طالبانو سره د روسیې د مرستو غندلو ترڅنګ له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې له مداخلې لاس واخلي .
په دې وروستیو کې امریکایي رسنیو راپورونه ورکړي چې روسیې له وسله والو طالبانو سره د مالي مرستو ترڅنګ هغوی ته وسلې او مهمات هم ورکړي دي.
خو روسیې او وسله والو طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.
د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد ښار کې د چنګاښ په ۲۲مه، د یوه سوله ییز لاریون په ترڅ کې د روسیې ددغو اقداماتو غندنه وشوه.
د کونړ د علماوو شورا مشر مولوي عبدالرحمان وویل : (( موږ د سولې پلویان یو او له دواړو خواوو غواړو چې سولې ته غاړه کیږدي او دایمي اوربند وکړي.))
دده په خبره، د لاریون هدف یې دا و چې روسیه غواړي طالبان تمویل او د وسلو په ورکولو له امریکا څخه خپل غچ واخلي.
هغه دغه راز له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې خپلې لاسوهنې بندې کړي او افغانان دې پرېږدي چې خپل هېواد په خپله جوړکړي .
همداراز مولوي سید ولي الله وویل، روسانو پرون تېروتنه کړې وه، هماغه و چې شوروي اتحاد د نړۍ له نقشې څخه ختم شو.
د لاریون په پای کې څو ماده ییز پرېکړه لیک ولوستل شو چې وسله والو طالبانو په کې له روسیې سره د اړیکو د پرېکون او په افغانستان کې د ګاونډیانو د لاسوهنې مخنیوي غوښتنه شوې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن