خوست ښار (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹) : په خوست کې ځایي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه را غورځولې ده.
ددغه ولایت یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د چنګاښ په ۲۳مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا بې پیلوټه الوتکه له تېرو څو ورځو راهیسې په صبریو یعقوبیو او باک ولسوالیو کې د شپې او ورځې ګرځېدله
سرچینې زیاته کړې چې دا الوتکه د وسله والو طالبانو اړونده وه، په سیمه کې یې عکاسي کوله او معلومات یې راټولول.
دغه راز د یو بل خبر له مخې، د يادې سرچينې په وينا، تېره شپه د باک ولسوالۍ د سپيرکي په سيمه کې درې وسله وال هغه مهال ووژل او درې نور ټپيان شول، چې د موټر سايکل بم په جوړولو بوخت وو.
وسله والو طالبانو د حکومتي چارواکو ددغې ادعا په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن