ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د طالبانو ۱۸۰ تنه نور بندیان خوشې کړي

حکومت د طالبانو ۱۸۰ تنه نور بندیان خوشې کړي

author avatar
13 Jul 2020 - 10:32
حکومت د طالبانو ۱۸۰ تنه نور بندیان خوشې کړي
author avatar
13 Jul 2020 - 10:32

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې حکومت په دې وروستیو کې د طالبانو ۱۸۰ تنه نور بندیان خوشې کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د چنګاښ په ۲۳مه، پژواک اژانس ته وویل چې دغه بندیان په دې وروستیو ورځو کې د هېواد له بېلا بېلو زندانونو څخه خوشې شوي دي.

هغه وایي چې له دې سره د حکومت له خوا د طالبانو د خوشې شویو زندانیانو شمېره ۴۱۹۹ تنو ته ورسېده.

خو فیصل زیاته کړې چې وسله وال طالبان د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي او تر اوسه یې د حکومت زر تنه بندیان هم نه دي خوشې کړي.

که څه هم نوموړي دا ونه ویل چې دا بندیان له کومو زندانونو خوشې شوي، خو ویل کیږي چې شاوخوا ۵۰ تنه بندیان پرون د کابل د څرخي پله له زندان څخه خوشې شوي دي.

دغه راز د کندهار او هرات ولایتونو له خوا په خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلی چې ۳۳ بندیان کندهار کې او یو شمېر نور هرات ولایت کې خوشې شوي دي.

د ۱۳۹۸ لمریز د کب په ۱۰مه، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوي تړون له مخې، حکومت باید د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او طالبان د حکومت زر تنه بندیان خوشې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.