ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې يو پخوانى جهادي قوماندان وژل شوى

author avatar
13 Jul 2020 - 14:25
author avatar
13 Jul 2020 - 14:25

غزني ښار (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٩): ناپېژانده وسله والو په غزني ښار کې يو تن پخوانى جهادي قوماندان او دوه تنه نور وژلي دي.

د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده د چنګاښ په ٢٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د غزني ښار په ده خدايداد سيمه کې ناپېژانده وسله والو پر پخواني جهادي قوماندان او قومي مشر ايوب خان نيازي ډزې کړې دي.

دى وايي چې په دغه پېښه کې ايوب خان نيازى او يو بل کس وژل شوي دي.

جمعه زاده زياتوي چې د پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

خو د سيمې يو بل اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې په دغه پېښه کې د ايوب خان نيازي په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

ده زياته کړه: ((ايوب خان نيازى او دوه نور کسان جومات سره ناست وو چې وسله وال راغلي او ډزې يې پرې کړې دي.))

دى وايي چې نيازى ځاى پرځاى وژل شوی، خو دوه نورو کسانو د ژورو ټپونو له امله روغتون ته پر لار ساه ورکړې ده.

هغه وايي: ((نه پوهيږم چې چا به وژلي وي، خو له څه مودې راهيسې ايوب خان د ځمکې پر سر له کوچيانو سره لانجه درلوده.))

د يادونې ده چې ايوب خان نيازى د پکتيکا ولايت اصلي اوسېدونکى و چې له څه مودې راهيسې يې په غزني ښار کې ژوند کاوه او د اندړو قومي مشر و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.