ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د رباتیک نجونو له خوا د مصنوعي تنفس ماشین جوړ شوی

هرات کې د رباتیک نجونو له خوا د مصنوعي تنفس ماشین جوړ شوی

author avatar
13 Jul 2020 - 18:15
هرات کې د رباتیک نجونو له خوا د مصنوعي تنفس ماشین جوړ شوی
author avatar
13 Jul 2020 - 18:15

 هرات (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٩): د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي په یاد ولایت کې د رباتیک نجونو له خوا د لومړني جوړ شوي مصنوعي تنفس ماشین (وینټلاټور) د جوړېدو خبر ورکوي.

 د هرات والی سید وحید قتالی ددغه ماشین په اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې محلي اداره له رباتیک نجونو څخه ملاتړ کوي او دغه ماشین دې د طبي چارو له تایید وروسته بارز ته وړاندې شي.

 هغه وویل، چې دغه ماشین د تنفش د شمېر تنظیم، د تنفس د سرعت تنظیم او د اکسیجن فشار وړتیا لري.

 د رباتیکو نجونو کاپیتانې سمیه فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه ماشین ددغې ډلې د درېیو مېاشتو له هڅو وروسته په پر مختللي ډول جوړ شوی.

 د هغې په وینا، دغه ماشین د ماشومانو او لوړ عمر درلودونکو کسانو لپاره د اکسیجن د حجم کنټرول، په یوه دقیقه کې د تنفس شمېر، د اکسیجن د فشار سرعت او میزان وړتیا لري.

 هغې همدارنګه وویل،چې ددغه ماشین یوه بله وړتیا دا ده چې د کاربن دای اکسایډ د وتلو کچه تنظیموی او کولی شي چې د اکسجن اخیستو او کاربن دای اکسایډ د وتلو کچه تنظیم کړي.

د هغې په وینا، دغه ماشین د موټر د پرزو او یو شمېر سنسرونو چې په بهر کې تولید کیږي، جوړ شوی دی.

هغې ټینګار وکړ چې دغه ماشین دا وړتیا هم لري چې کله یو  ناروغ بې هوښه وي څومره اکسیجن ورکړي او کله چې بېرته عادي حالت ته راوګرځي څومره اکسیجن ورکړي.

رباتیک نجونې وایي، که چېرته دغه ماشین د عامې روغتیا وزارت له خوا تایید شي، نو دوی په ورځ کې د درېیو دستګاوو د جوړولو وړتیا لري.

د یادونې ده چې د وینټلاټورنو خبره هغه وخت په افغانستان کې زیاته ګرمه شوه چې پژواک خبري اژانس پاکستان هېواد ته د وینټلاټورونو د ۳۲ پایو د قاچاق راپور خپور کړ

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.