کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹): ولسي جرګې د ولسمشر دوه تقنیني فرمانونه چې د نفت او ګاز ملي ادارې ته د صنعت او تجارت وزارت د نفتي توکو د تصدۍ او د ازموينو ملي ادارې ته د لوړ زده کړو وزارت د ازموينو کمېټې ارتقا په اړه وو، رد کړل.
د ولسي جرګې د عدلي او قضایي کمېسیون غړي ننګیال لونګ د دې جرګې په نننۍ ناسته کې یاد فرمانونه جرګې ته وړاندې کړل.
هغه وایي چې ډېری دایمي کمېسیونونو د افغانستان د نفت او ګازو د نتظیم او ازموینو ملي ادارو له رامنځته کېدو سره مخالت وکړ او دغه کار یې د قانون خلاف وبلل او د رد غوښتنه یې وکړه.
د نوموړي په خبره، یاد فرمانونه په ۱۳۹۷ کال کې صادر شوي چې د هغو پر اساس د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نفتو او ګازو تصدي، د ګازو او نفتو پر ملي ادارې او د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو ملي کمېټه د ازموینو پر ملي ادارې بدل شي.
د هغه په وینا، که دغه ادارې جوړې شي، ځواب ورکوونکې به نه وي او د دې ډول ادارو رامنځته کول د اساسي قانون د ۹۰یمې مادې د څلورمې فقرې خلاف دي.»
په یاده فقره کې راغلي: «د اداري واحدونو جوړول، تعدیل او د هغو لفوه کول د ملي شورا د صلاحیتونو برخه ده.»
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني دواړه فرمانونه په جلا ډول رایو ته وړاندې کړل او د جرګې د ډېری غړو پر رایو سره رد شول.
هغه وویل چې د دې جرګې د نن ورځې پرېکړې پر اساس به د نفت او ګازو اداره د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر چتر او د ازموینو ملي کمېټه به د لوړو زده کړو وزات تر چتر لاندې لکه د مخکې په څېر فعالیت ته دوام ورکوي.
د نوموړي په خبره، په هغه صورت کې چې حکومت د خپلواکو ادارو رامنځته کولو غوښتونکی وي، د قانون له مخې د هغو طرحه وړاندې کوي څو په اړه یې پرېکړه وشي.
ټاکل شوې ده چې یاد فرمانونه مشرانو جرګې ته هم واستول شي.
د افغانستان د اساسي قانو د سلمې مادې له مخې، هر کله چې د یوه مجلس مصوبه د بل مجلس له خوا رد شي، د اختلافاتو د حل په موخه په مساوي ډول د دواړو مجلسونو له غړو مختلط پلاوی تشکیلیږي او د پلاوي پرېکړه د ولسمشر له توشېح وروسته، نافذه بلل کېږي.
د دې مادې پر اساس، په هغه صورت کې چې مختلط پلاوی د نظر اختلاف حل نه کړي، مصوبه رد شمېرل کېږي او په دې حالت کې ولسي جرګه کولای شي په بله ناسته کې هغه د ټولو غړو د رایو په دویم ثلث تصویب کړي او دغه تصویب مشرانو جرګې ته له وړاندې کولو پرته د ولسمشر له توشېح وروسته نافذ شمېرل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن