ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وکیلان: د افغانستان ستراتیژیکو مطالعاتو انسټيټیوټ راپور د اسلامي ارزښتونو او اساسي قانون خلاف دی

وکیلان: د افغانستان ستراتیژیکو مطالعاتو انسټيټیوټ راپور د اسلامي ارزښتونو او اساسي قانون خلاف دی

author avatar
13 Jul 2020 - 17:14
وکیلان: د افغانستان ستراتیژیکو مطالعاتو انسټيټیوټ راپور د اسلامي ارزښتونو او اساسي قانون خلاف دی
author avatar
13 Jul 2020 - 17:14

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹): د ولسي جرګې یو شمېر غړي د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ وروستی راپور د اسلامي ارزښتونو او اساسي قانون خلاف بولي او د هغه د خپرولو عاملینو پر تعقیبولو ټینګار کوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان د پوهنې په نصاب کې د دیني رادیکالیسم ریښې موندلو تر نامه لاندې راپور خپور کړ چې له نیوکو سره مل و.

په راپور کې د دې څېړنې د لیکوال شهیر سیرت له قوله راغلي: «په مشخص ډول دیني تعلیمات باید په کثرت ګرایانه روایتونو متمرکزې وي او همداراز دیني تعلیمات باید په مشخص ډول په څو مضامینو کې ځای پر ځای او له نورو مضامینو حذف شي.»

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې پر همدې موضوع بحث وشو.

په دې جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي مولوي ذبيح الله عتیق وویل: «حکومت باید د دغه راپور خپرول عادي ونه ګڼي، د دغه راپور خپرول د خلکو پر ټپونو د مالګې پاشل دي، دغه راپور د اسلام د دښمنانو توطیه ده، که حکومت دغه موضوع ونه څېړي، ملت به متحد شي او هغه کسان چې په دغه ډول کارونو لاس پورې، غاښ ماتوونکی ځواب به ورکړي.»

هغه وایي چې دغه راپور د اسلامې دین او هېواد د اساسي قانون خلاف دی او هغه کسان چې دغه راپور یې خپور کړی باید ونیول او تعقیب شي.

په یاده جرګه کې د هرات د خلکو استازي قاضي نذیراحمد حنفي هم وویل چې دغه مرکز د دغه راپور په خپرولو، د اسلام دین او دیني ارزښتونو ته سپکاوی کړی او په دې سره غواړي چې د مسلمانانو پر وړاندې ودریږي او له هغوی څنډې ته کړي.

هغه زیاته کړه: «مسلمانان تر اوسه ژوندي دي، که هغوی حکومت پر جزا ونه رسول، ملت به یې پیدا کړي او په جزا به یې ورسوي، ښه دا ده چې حکومت د دې څېړنې لیکونکي قانون ته وسپاري.

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم د دې څېړنې خپرول اسلامي مقدساتو او د هېواد اساسي قانون ته سپکاوی بللی او د دې څېړنې د ترسره کوونکو د نیولو غوښته یې کړې ده.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د دې جرګې د پوهنې او لوړو زده کړو کمېسیونونو ته دنده وسپارله څو راپور وڅېړي او جزئیات یې له جرګې سره شریک کړي څو جرګه د راپور او یاد مرکز په اړه پرېکړه وکړي.

پژواک له پرله پسې اړیکو سره سره بریالی نه شوی څو د ولسي جرګې د غړو د دغه دریځ په اړه د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز نظر ترلاسه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.