ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​هېواد کې تېر ٢٤ ساعتونه ١٥٤ کسان پر کرونا اخته او ٢٨ نور ترې مړه شوي

​هېواد کې تېر ٢٤ ساعتونه ١٥٤ کسان پر کرونا اخته او ٢٨ نور ترې مړه شوي

author avatar
13 Jul 2020 - 14:39
​هېواد کې تېر ٢٤ ساعتونه ١٥٤ کسان پر کرونا اخته او ٢٨ نور ترې مړه شوي
author avatar
13 Jul 2020 - 14:39

کابل (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٥٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۴۶۰۵ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د چنګاښ په ٢٣مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٨٨٣ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٥٤ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۴۶۰۵ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٧٨ په کابل، ٢٦ په دايکنډي، ١١ په بدخشان، ١١ په باميان، اته په تخار، څلور په کندهار، څلور په پکتيا، درې په بغلان، درې په پروان، دوه په کاپيسا او يو-يو هم په نيمروز، هلمند، پنجشير او زابل ولايتونو کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٤ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۲۱۲۸۰ ته لوړيږي.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٨ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دغه ويروس څخه د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٠٣٨ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښونې عملي کړي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا ويروس پېښې مخ پر کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.