د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بهرنیو چارو وزارت:لویې څارنوالي ته امریکا کې د سفارت د دېوال د بیارغونې په اړه اسناد سپاري

بهرنیو چارو وزارت:لویې څارنوالي ته امریکا کې د سفارت د دېوال د بیارغونې په اړه اسناد سپاري

Jul 13, 2020 - 21:17

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹):د بهرنیو چارو وزارت او امریکا کې افغان سفارتد پژواک هغه راپور ناسم بولي چې د یاد سفارت۷۰ متره اوږد دېوالپه څه باندې ۱.۸ میلیون ډالره جوړ شوی، خو د پژواک مشر وایي چې راپور د اسنادو پر مټ جوړ شوی دی.

پژواک خبري اژنس د چنګاښ په ۲۱مه راپور ورکړ چې امریکا کې د افغانستان سفارت، د ۷۰ متره دېوال د بیا جوړېدو لپاره د یوه شرکت د ۸۸ زره ډالرو غوښتنه رد کړې او دغه چاره یې د نورو شرکتونو له لارې په یو میلیون،۸۲۵ زره او ۸۳۹ امریکایي ډالره لګښت تر سره کړې ده.

له بهرنیو چارو وزارت څخه د چنګاښ په ۲۳مه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چېدوی د هغو مستندو تحقیقي راپورونو هرکلی کوي چې معیارونه، د امانتولۍ اصل او اطلاعاتو ته د لاسرسي قوانین په کې په نظر کې نیول شوي وي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چارو وزارت د پژواک راپور رد کړی او دغه وزارت وايي چې د روڼتیا رامنځته کېدو او حساب ورکونې په موخه د یاد دېوال د بیا رغونې پروژې اړوند ټول اسناد لویې څارنوالي او د پلټنو ادارو ته د څېړنو لپاره به وسپاري.

سرچینه لیکي چېوزارت د پژواک په خپاره کړي راپور کې پر دېوال د ۲۱ برابره زیات لګښت ادعا په دې ردوي چې د جې جي (GJ)شرکت له خوا وړاندېز شوې پیسې د دېوال جوړېدو لپاره نه وې ټاکل شوې بلکې د وېجاړ شوي دېوال د اوارېدو او د لنډ مهاله دېوال محکم کېدو په موخه د دېوال د نه وېجاړېدو لپاره وړاندې شوې وې.

سرچینه وايي، پژواک ادعا کړې چې د سفارت دېوال د بې پروايي له امله نړېدلی او د ناوړه ګټې اخیستې لپاره د دېوال جوړېدو مسوولیت له برکت الله رحمتي څخه اخیستل شوی او یما نظام ته سپارلی شوی دی؛ په داسې حال کې چې وېجاړ شوی دېوال له کلونو راهیسې په نړېدو و او تېر کال د باران له امله لوېدلی دی او رحمتي له دندې لرې کول هم بې بنسټه خبره ده.

د بهرنیو چارو وزارت په دغې خبرپاڼه کې ویلي چې رحمتي د پروژې د ټولو تړونونو د رامنځته کېدو په بهیر کې برخه درلوده خو وروسته چې د دېوال جوړېدو چارې پیل شوې، نوموړی د وزارت مقام په لارښوونه کابل ته وغوښتل شو.

سرچینه کاږي، د پژواک په راپور کې ادعا شوې چې د ۹۱۲ ګڼې مکتوب له مخې سفیرې هغه قرارداد خوښ کړی چې لوړه بیه یې درلوده؛ په داسې حال کې چېد تدارکاتو قانون له مخې په بهر کې د افغانستان استازي یوازې د پروژې د اعلان او غوښتنلیکونو د راټولو په برخه کې د څارنې رول لري او په همدې ډول سفارت ټول غوښتنلیکونه د تدارکاتو کمېسیون ته استول شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د پژواک د راپور هغه برخه هم ناسمه بولي چې ېوې سرچینې وېیلي چې  د یاد دېوال د جوړېدو په بیه نوې ودانۍ پېرل کېدای شي.

دغه راز سرچینه د راپور هغه برخه هم ردوي چې د پروژې پیسې د درېیم ګړي له لوري شرکتونو ته ورکول شوې او وايي چې مستقیما شرکتونو ته پیسې له اسنادو سره سم استول شوې دي.

دغه راز بهرنیو چارو وزات په دې اړه چې راپور کې راغلي چې د قرارداد د پیسو کچه د وزارت پخواني مرستیال او د مالي وزارت پخواني سرپرست وزیر همایون قیومي او د ولسمشر سلاکار شادمحمد څرګند په غوښتنه بدله شوې، وایي چې په اصل کې د دغې پروژې تړون د دواړو هېوادونو د تدارکاتي قوانینو په نظر کې نیولو سره شوی دی.

په خبرپاڼه کې  د پژواک راپور د معلوماتو خلاف راغلي چې د شادمحمد څرګند زوم حارث انصاري، سفیرې د فساد لپاره واشنګټن ته نه دی غوښتی بلکې امریکا ته د هغه تګ د یوې اداري موضوع لپاره شوی دی.

امریکا کې افغان سفارت هم نن ( چنګاښ ۲۳مه) په خپلې فسبوکپاڼه په خپرې کړې خبرپانه کې د پژواک راپور غیر مسلکي ګڼلی او وايي، راپور د شته سندونو پرخلاف ليکل شوی دی.

په یاده خبرپاڼه کې راغلي:"د پژواک خبري اژانس ترلاسه شوي سندونه او د افغانستان سفارت ليکلې ځوابونه له سره په پام کې نه دي نيولي او ان په ځينو مواردو کې يې تحريف کړي چې لاندې ورته په لنډه توګه اشاره کيږي."

سرچینه کاږي، د سفارت اړوندې پروژې تړون يوازې د يوه ديوال لپاره نه و، بلکې په دې تړون کې د سفارت د درېيو ديوالونو بيارغونه چې د ګاونډيو ودانيو ورباندې تکيه وه او د سفارت د ختيځ ګاونډي د ويجاړ شويو برخو رغونه هم شامله ده.

د یادې خپرپاڼې له مخې، د يادو دېوالونو بيارغونه په ۸۸ زره ډالرو شونې نه وه او نه هم د جې جي (GJ) شرکت دا ډول غوښتنلیک وړاندې کړی؛ دغه شرکت چې کومه غوښتلیک وړاندې کړی په هغه کې يواځې د نړيدلي ديوال د پاتې شونو او د هغه د لا زيات نړيدو څخه د مخنيوي په پار، په لنډ مهاله توګه د استناد جوړولو خبره ذکر شوې ده.

په دې خبرپاڼه کې د سفارت له قوله راغلي، د دېوال د بيارغونې له چارو څخه مخکې سفارت د واشنګټن ډي سي له ښاروالۍ څخه خبرداری ترلاسه کړی و چې که چيرې نړيدلی دېوال په بيړنۍ توګه و نه رغول شي، نو بيا به د سفارت د تخليې امر وشي.

امریکا کې افغان سفارت لیکلي چې رويا رحماني، د تړونونو په غوراوي کې ونډه نه لرله، بلکې سفارت د دېوالونو د بيارغونې په موخه غوښتنلیکونه را غونډ او د غوراوي په هدف يې کابل ته لیږلي او د پژواک ادعا پرخلاف، د دېوال د بيارغونې پيسې درېیم ګړۍ ته نه دې ورکړل شوي.

د سرچینې په وینا، په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت د نړيدلي دېوال ټول اسناد په واک کې لري او چمتو دی چې هېوادوالو ته د قضيې د لا روښانه کېدو په موخه، دغه اسناد د ارزونې او پلټنې يو واکمن پلاوي ته وسپاري ترڅو حقيقت څرګند شي.

خو د پژواک خبري اژانس رییس دانش کړوخېل وویل چې پژواک د تحقیقي راپورونو چمتو کولو په برخه کې په دقت کار کوي او تر هغې چې د مسایلو په اړه واضح اسناد ونه لري، هېڅ راپور نه نشروي.

دی وايي، دی او د پژواک ټول خبریالان د ملت پر وړاندې له خپلو راپورنو څخه د دفاع کوي، ځواب ویلو لپاره تل حاضر دي او له هغو ادارو سره هم مرسته کوي چې د پژواک د راپورونو په اړه پلټنې کوي.

هغه زیاته کړه، د راپور لپاره امریکا کې د افغانستان سفارت د دېوال بیارغونې پروژې په تړاو له اسنادو سربیره امریکا کې له ځايي باوري سرچینو او په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت له ځینو مسوولینو سره هم اړیکې نیول شوي دي.

د کړوخېل په وینا، په راپور کې په واضح ډول د سفارت څرګندونې را اخیستل شوې او له دې سره په خوا کې د پژواک خبریال د بهرنیو چارو وزارت له ویاند هېواد ګران سره د چنګاښ په ۱۸مه اړیکه نیولې او د ګران له ژمنې سره راپور شنبې ورځې(د چنګاښ۲۱مه) پورې ځنډېدلی و خو بیا یې هم معلومات ورنه کړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan