ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ننګرهار او بلخ کې ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې”

“ننګرهار او بلخ کې ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې”

author avatar
13 Jul 2020 - 12:07
“ننګرهار او بلخ کې ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې”
author avatar
13 Jul 2020 - 12:07

جلال اباد (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹) : چارواکي وایي چې په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د نښتو پر مهال ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، بټي کوټ ولسوالۍ کې يې د وسله والو بريد په شا تمبولی او ۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چارواکو په خبره، په نښته کې يو ولسي پاڅون کوونکی هم ټپي شوی او دغه راز يې د طالبانو د عشر او زکات مسوول هم ژوندی نيولی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۲۳مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه وسله والو طالبانو د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند باريکاب سيمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو بريد کړی  چې د پاڅون کوونکو له ځوابی بريد سره مخ شوي دي.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې دوه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي او دغه راز يو ولسي پاڅون وال هم ټپي شوی دی.

خوږياڼي دا هم وويل، چې د نښتې پرمهال د وسله والو طالبانو د عشر او زکات ځايي مسوول ژوندی نيول شوی دی..

بلخوا د ملي دفاع وزارت ویلي چې د بلخ ولایت په چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمیر نور یې ټپیان شوی دي.

وسله  والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.