د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې د بست تصدۍ يو ځل بيا پر فعاليت پيل وکړ

هلمند کې د بست تصدۍ يو ځل بيا پر فعاليت پيل وکړ

Jul 13, 2020 - 18:54

لښکرګاه (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹):په هلمند کې د بست تصدي تر اووه کلن ځنډ وروسته يو ځل بيا فعاله او د پنبې د پروسس بهير پيل شو.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې له ډېرو هڅو وروسته د بست تصدي يو ځل بيا فعاله شوه.

هغه زياته کړه: ((د بست تصدي د بيا فعالولو لپاره دوه سوه ميليونه افغانۍ منظورې شوې وې چې ١٥٠ يې رسېدلي دي او پنځوس ميليونه نورې به يې هم ژر ورسيږي.))

د محمد ياسين خان د معلوماتو له مخې، سږکال به د دغې فابريکې لپاره څلور زره ټنه پنبه وپيرل شي چې تر اوسه اته سوه ټنه يې پېرل شوې ده.

ده وويل چې ياده تصدي د مالوچو، غوړيو، صابون او کنجاړې د توليدولو وړتيا لري.

والي زياته کړه: ((په دغه فابريکې کې درې سوه کسان کار کوي او په غير مستقيمه توګه زرګونو کروندګرو ته هم د کار زمينه برابريږي چې دا د کوکنارو د کښت د مخنيوي يو ښه بديل هم کېداى شي.))

نوموړي هيله وښوده چې د بست تصدۍ بيا فعالېدل به د دغه ولايت او په ټوليزه توګه د هېواد د اقتصاد په پياوړتيا کې مثبت رول ولوبوي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، دغې تصدۍ په خپل وخت کې د کال د ۳۰ زره ټنه پنبې د پروسس وړتیا درلوده.

د يادونې ده چې د بست تصدۍ په کورنیو جګړو کې له فعالیت څخه پاتې او تر یوه حده ویجاړه شوې هم وه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan