ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان افغان سوداګرو ته د واګه بندر له لارې هند ته د توکو د لېږد اجازه ورکړه

پاکستان افغان سوداګرو ته د واګه بندر له لارې هند ته د توکو د لېږد اجازه ورکړه

author avatar
13 Jul 2020 - 16:58
پاکستان افغان سوداګرو ته د واګه بندر له لارې هند ته د توکو د لېږد اجازه ورکړه
author avatar
13 Jul 2020 - 16:58

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له هندوستان سره  د واګه بندر به د افغان سوداګریزو توکو لپاره پرانیستل شي.

واګه د پاکستان د پنجاب ایالت د مرکز اړونده لاهور ښار ته نږدې د هند پنجاب ایالت سره په ګډه پوله موقعیت لري.

پخوا افغان توکي له دې لارې هندوستان ته صادر کېدل، خو له تېرې څه مودې راهیسې بند شوي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د چنګاښ په ۲۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چنګاښ له ۲۶مې څخه به پر یاد بندر افغان سوداګرو ته اجازه ورکول شي چې خپل توکي هندوستان ته صادر کړي.

سرچینې زیاته کړې، دغه کار یې د افغانستان د حکومت په غوښتنه کړی، خو د کرونا د مخنیوي وقایوي اقدامات به عملي کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان د افغانستان د ترانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې خپلې ژمنې عملی کوي .

سرچینې زیاته کړې چې دوی له افغانستان سره ټولې هغه سوداګریزې لارې پرانیستې دي چې د کرونا له امله تړل شوې وې.

د یادونې ده چې پاکستان یواځې افغانستان ته اجازه ورکړې چې د واګه له لارې هندوستان ته سوداګری وکړي، هند ته اجازه نه ورکوي چې له دې لارې افغانستان ته صادرات وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.